Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

د افغانستان اهل تشیع عالي کمیسیون د هېواد په اکثریت ولایتونو کې د عاشورا مراسمو د امنیت ټینګولو لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.

د دې کمیسیون له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو په هېواد کې د موجوده امنیت، ملي یووالي په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د هلوځلو یادونه وکړه.

دوی زیاته کړې، د افغانستان بېلابېل قومونه او مذهبي ټولنې نن د متقابل درناوي او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي او حکومت هڅه کوي چې دا ملي یووالی لا پیاوړی کړي.

د افغانستان د اهل تشیع ټولنې رییس سید حسن فاضل زاده زیاته کړې چې امنیت د یوې ټولنې د بقا، ثبات او پرمختګ اساسي بنسټ دی.

ده همداراز ټینګار کړی چې د امنیت په سیوري کې خلک کولی شي خپل دیني مراسم، ټولنیز فعالیتونه او اقتصادي چارې په ډاډمنه فضا کې ترسره کړي.

فاضل زاده دغه راز ویلي: «  له اسلامي انظام څخه د اطاعت موضوع ته له دوو اړخونو کتنه کولی شو، یانې عقلي او شرعي دلایل. ټول علما او د دیې پيرو دي او په شرعي دلایلو کې هم د قرآنکریم امر دی چې د النساء سورت په ۵۹ آیت کې شوی.»

په دې کنفرانس کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، مولوي نورالله نوري هم ګډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د امنیت ټینګښت د هر حکومت اساسي او نه بېلېدونکې دنده بللې او ټینګار يي کړی چې اسلامي امارت توانېدلی د نورو نظامونو او حکومتونو په پرتله د امنیت د تامین او د خلکو ترمنځ د یووالي په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

مولوي نورالله نوري زیاته کړې: «  دا چې نن ورځ زموږ خلک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ازادۍ، امنیت، ملي یوالي، خوندي توب او واحدې جغرافیې کې ژوند کوي، دا د اسلامي نظام نتیجه ده.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر له هېواد څخه بهر د ځینو مخالفو کړیو هغو څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې د نظام پر ضد د عامو خلکو را پارولو هڅې کوي. نوموړي ویلي چې افغانان اوس د تبلیغاتو او بې بنسټه ادعاوو تر اغېز لاندې نه راځي.

نورالله نوري په دې اړه ویلي: « موږ په ځینو جلسو کې یادونه کوو چې د اسلامي امارت د مخالفینو موضوع چې له افغانستان څخه د باندې په ترکیه، پاکستان او نورو ځایونو کې خبرې کوي او وايي چې موږ افغانستان ازادوو، دوی ته زموږ وړاندیز او سپارښتنه دا ده چې که دوی ادعا کوي چې د روسانو پر وړاندې یې د افغانستان د ازادۍ لپاره جګړه کړې، نو زه ورته وایم چې نن افغانستان ازاد دی.»     

د اهل تشیع عالی کمېسیون په هېواد کې د امنیت او ملي یووالي د ټنیګښت په اړه د اسلامي امارت هڅو ستایلو ترڅنګ، له دغو ارزښتونو څخه دفاع د هر افغان مسوولیت وباله.

دوی همداراز  له خلکو وغوښتل چې د سولې، ورورولۍ او ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist