راپور کې د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعیت اندیښنه ښودل شوې او د روان بد اقتصادي وضعیت او بېکارۍ اکثریت قربانیان یې افغان ماشومان بللي،چې کورنۍ یې د خواراکي توکو د پیر توان نه لري.
که څه هم د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په دې وروستیو کې له بېوزله افغانانو سره د مرستو لړۍ چټکه کړې،خو یونېسف بیا هم د خوراځواکو ماشومانو د زیاتوالي اصلي لامل بې وزلي،بې کاري او وچکالي ښودلې ده.
د راپور یوه برخه:« سږ کال تمه کیږي،چې له ۱.۱ میلیون زیات ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي،چې د شدیدو ضایع کیدو په نوم هم یادیږي. دغه شمیر د ۲۰۱۸ زېږدیز کال پر تله دوه برابره زیات دی،خو تیر کال له یو میلیون کم و.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانانو اقتصاد له سقوط سره مخ بللی او ویلي یې دي،چې د وزګارتیا، فقر او د توکو بیو لوړېدو له امله به د فقر او لوږې کچه لوړه شي.
یاد پروګرام زیاته کړې:« تیر کال له ۳۸ میلیونه نفوس یوازې نیمایي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه،خو دا چې اقتصاد له دوامداره سقوط سره مخ دی او د توکو بیې لوړیږي، سږ کال به دغه شمیر نور هم زیات شي. د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو پورې به د بې وزلو شمیر ۹۷ سلنه ته پورته شي.»
بل پلو د افغانستان اسلامي امارت د روغتیا وزارت هم دغه ستونزې مني او وایي،د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۷ نیم سوه زره زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي او د تیر کال پر تله یو میلیون زیاتوالی په کې راغلی دی.