Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

د کانونو او صنایعو خونه وايي، کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ اووه ورځینی پنځم نړیوال نندارتون جوړیږي چې بېلا بېل کورني تولیدات به پکې نندارې ته وړاندې شي.

مسولان وايي، د کورنیو صنعتي تولیداتو په دې اووه ورځیني نندارتون کې به په ۳۶۵ غرفو کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

د دوی په خبره، هڅه شوې چې په افغانستان کې ټول فعال تولیدي شرکتونه خپل تولیدات دیاد نندارتون له لارې خلکو ته معرفي کړي.

د کانونو او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس محمد اسماعیل خان وايي: « دا نندارتون به اووه ورځې ادامه ولري؛ دا به د چنګاښ په ۱۰ نېټه پیل او په ۱۶ نېټه پای ته ورسېږي. د نندارتون په مرکز کې درې لوی سالونونه چې یو یې د  کابل وي‌آی‌پي سالون، آریانا سالون او کندهار سالون دي، درې واړه ډک شوي او ټولې ۳۶۵ غرفي نیول شوې دي.»

د اوسپنې وېلې کولو ټولنې رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: « په دې لوی نندارتون کې به شاوخوا ۴۰۰ شرکتونه ګډون ولري. موږ تمه لرو چې په دې نندارتون کې د محصلینو او زده کوونکو په ګډون د ټولنې ټول اقشار برخه واخلي او د افغانستان له تولیداتو لیدنه وکړي.»

صنعتکاران له خلکو غواړي یاد نندارتون ته چې ټاکل شوې راتلونکې شنبه پیل شي، راشي او د هېواد له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

صنعتکاران ولس ته ډاډ ورکوي چې هڅه کوي په هره برخه کې لوړ کیفیت توکي تولید او د خلکو په واک کې ورکړي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال محمد رفیع عظیمي وايي: « خلکو ته بلنه ورکوو چې له دې نندارتونه لیدنه وکړي او د خپل هېواد له صنعت څخه ملاتړ وکړي. د کورنیو تولیداتو انتخاب او کارول د ملي صنایعو د تقویت، کاري فرصتونو پيدا کېدو او د یوه ځان بسیا او صنعتي افغانستان په لوري د حرکت سبب کېږي.»

د کانونو او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی محمد سید صدیق وايي: « دلته زموږ صنعتکاران هڅه کوي هغه څه ولس ته وړاندې کړي چې دوی یې په خپلو فابریکو کې تولیدوي.»

د صنعتکارانو په باور، د یاد نندارتون د جوړېدو موخه یوازې نندارې ته د کورنیو تولیداتو وړاندې کول نه دي بلکې له دې سره به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې فرصتونه په ډاګه شي او د هېواد اقتصادي وده کې به ورسره مرسته وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال محمد خان وايي: « د دې نندارتون ارزښت یوازې د تولیداتو تر نندارې پورې محدود نه دی بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې او صنعتي راتلونکي لپاره یو مهم فرصت دی. د صنعت اوونۍ نندارتون به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته دا زمینه برابره کړي چې په بېلابېلو سکټورونو کې شته ظرفیتونه له نږدې وویني، نوې نظریې ترلاسه کړي او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه وپېژني.»

د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم نړیوال نندارتون جوړونکي دغه راز وايي چې د سیمې هېوادونو استازو او کورډېپلوماټیکو ته ېې هم په دې نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې، ترڅوله دې سره د افغانستان کورني تولیدات بهرنیانو ته هم معرفي شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist