Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

بهرنیو چارو وزارت وايي، په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پر ملکي کورونو د پاکستان پوځي رژیم د نیمې شپې هوايي بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او د اسلامي امارت احتجاج لیک  ورسپارلی دی.

له بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان پوځي رژيم د وړمې شپې په بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ملکي وګړي شهيدان او ۱۶۳ نور ټپيان شوي دي.

د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت دا بريدونه د نړيوالو اصولو، بشري قوانينو او د افغانستان ملي حاکميت ښکاره نقض بللی او په کلکو ټکو يې غندلي دي.

بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې دا ډول کړنې نه يوازې د شته ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، د ګاونډيتوب اړيکې او د سيمې امنيت او ثبات ته هم جدي زيان رسوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندي کړ. تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځي رژیم د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٦ تنه عام ولسي وګړي شهیدان او ١٦٣ تنه ټپیان شوي دي. د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بولي او په کلکو ټکو یې غندي.»

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې څخه په سلګونو کیلومټره لرې د پاکستان په ځینو ښارونو او ډېرو خوندي سیمو کې رامنځته شويو امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پلان بې‌له کوم معتبر سند او شواهدو افغانستان ته منسوبوي بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو په موخه پر افغانستان د بې‌بنسټه تورونو لګولو او د ستونزو د انتقال هڅه کړې او په مکرر ډول یې د زور او نظامي تېري له لارې د دغو ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist