Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملي دفاع سرپرست وزیر: افغانستان له هند سره ښې او قوي اړیکې غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/04

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزير  ملا محمد یعقوب مجاهد د هند له  سي.این.این ۱۸ تلويزوني چينل سره په ځانګړې مرکه ويلي،چې  افغانستان له هند سره غوره ډپیلوماټکي او دوستانه  اړيکې غواړي.

مجاهد له هند غوښتي،چې په‌افغانستان  کې خپل سفارت پرانيزي او هېله یې څرګنده کړې،چې د ډپیلوماټيکو اړيکو د غښتلي کولو سره به دواړه هېوادونه د یو بل دفاعي همکارۍ ته هم چمتو شي. 

مجاهد زیاته کړې:«موږ له هند غوښتنه لرو،چې خپل سفارت په افغانستان کې پرانيزي او خپل سفير راوليږي. هېله لرو،چې په نوي ډهلي کې زموږ سفير هم ومني،ترڅو ډيپلوماټيکې اړيکې پیل شي. اسلامې امارت ډاډ ورکوي،چې د دوی د کونسلګريو او سفيرانو امنيت به نيسي.» 

سرپرست وزير همدا راز ډاډ ښودلی دی،چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف ونه کارول شي او خبرداری ورکړ،چې چاته به اجازه ورنه کړي،چې افغان خاوره د هند پر ضد وکاروي.

هغه زیاتوي:« موږ هند ته د خپل هېواد دروازې پرانیستي پریښي دي. هېله لرو،چې هندو هم نویو ابتکاراتو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. ډاډ ورکوو،چې د افغانستان خاوره به هيڅکله هم د هند پر ضد ونه کارول شي.» 

بل پلو د سیاسي چارو یوشمېر تحليل کوونکي بیا وايي، هند د افغانستان دوست هېواد پاتې شوی او له نوي‌ ډهلي سره د کابل اړیکې د هېواد د بهرني سايست د پیاوړتيا او خپلواکۍ په مانا دي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت وايي:« هند  د افغانستان په سیمه او نړیواله کچه رېښتینی دوست هېواد وه او دی. له هند سره اړیکې  په حقیقت کې زموږ بهرني سیاست کې خپلواکي  او بې پلوي ښي. د سیاست توازون له دغسې هېوادونو سره،چې په راتلونکو ۱۰ کالونو کې به د نړۍ د ۱۰ اقتصادي  او پوځي ابر قدرتونوڅخه وي او زموږ په ګاونډ کې پروت هېواد دی. مهمه ده،چې موږ دغه اړیکې له نورو سره د مخالفت په فورمول نه بلکې د ځان پر ګته باندې وکاروو.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي،چې  هند تل د افغانستان ملي ګټو ته ژمن او په اقتصادي برخه کې همکار پاتې شوی او په سیاسي ډګر کې يې دوستي د سيمي هېوادونو د اعتبار لپاره اړينه ده او بايد وپالل شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شیر حسن حسن وايي:«هند په سیاسي ډکر د افغانستان لپاره داسې یو هېواد دی،چې دوستي یې زموږ لپاره په سیمه کې د ښه باور پیدا کولو په موخه ګټوره ده. د رسمیت پېژندنې تمې بغیر، چې هغه تمه تر اوسه پورې غټه ده،خو په ټوله کې  د ښو مناسباتو جوړولو، د هندیانو تګ راتګ مفید او ګټور کار دی.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیر معارج بیا وايي،له هند سره  د اړيکو ساتل،نورو هېوادونو سره د ډپيلوماټيکو او سياسي تعاملاتو لپاره پیلامه ده او په خبره یې  افغانستان بايد نړۍ سره متوازن سياست پرمخ يوسي او نور دې فرصتونه نه ضایع کوي.

ملي دفاع سرپرست وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي،چې وړمه ورځ کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړوی پلاوی راغلی دی.

یاد پلاوي د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پياوړتیا او نورو مهمو مسایلو یې بحثونه کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist