Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو هوایي بریدونه کړي چې د دوی د ادعاوو برعکس یې قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون، ټول عام افغانان دي.

دغه هوایي بریدونه د شپې مهال شاوخوا ۱۲ بجې ترسره شوي چې د اسلامي امارت د مرستیال ویاند له قوله په کې ۲۸ تنه شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې چې تر اوسه لا وروستي شوي نه دي، په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې.

کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو برید د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی او په سختو ټکو یې غندم. برید شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر روغتیا دعا کوم او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم. د پاکستان خیر په دې کې دی چې له دښمنې پالیسۍ او د افراطیت په اړه له دوه‌ګوني چلن لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدانه اړیکو پر بنسټ متقابل تعامل او همکاري وکړي.»

د پاکستاني وحشت د غندنو په دوام،  په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر هم دا بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول اقدامات نه یوازې ستونزې نه شي هوارولی بلکې د تاوتریخوالي او کړکېچ زیاتېدو لامل هم ګرځي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي: « پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان بریدونه چې له امله یې زموږ ګڼ شمېر بې‌ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي، په سختو ټکو غندم. دا ډول خصمانه اقدامات نه یوازې دا چې هېڅ ستونزه نه حلوي بلکې د تاوتریخوالي او کړکېچ د لا زیاتېدو لامل ګرځي. تجربو ښودلې چې زور او پوځي اقدامات هېڅکله د اختلافاتو د هواري لپاره تلپاتې او اغېزمنه حل‌لاره نه وه او نه به وي بلکې له دې وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمنتیا، رغنده خبرې اترې او د اختلافاتو سوله‌ییز او ډېپلوماټیک حل دی.»

په تېر حکومت کې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار هم په دې بریدونو خواشیني څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې په دې بریدونو نوره خاموشي اختیار نه کړي.

 فضل الهادي مسلمیار ویلي: « نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې په رسنیو کې د دغو بریدونو د قربانیانو انځورونه وویني چې ایا دوی ماشومان، مېرمنې او سپین ږیري په نښه کړي که بل څوک؟ دومره ستر وحشت او دومره لویه فاجعه باندې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه څنګه خاموشه دي؟ د پاکستان پوځي رژیم پرله پسې خپلسرې بمباري کوي، نړیوال جنګي او نظامي قوانین تر پښو لاندې کوي، ماشومان او مېرمنې په نښه کوي چې دا د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ورزي ده او باید ملګري ملتونه یې په اړه جدي ګامونه واخلي او د خپلسرو بمباریو پوښتنه ترې وکړي.»

بله خوا،  د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ته منلې چې په دې بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه ده، خو وایي د پاکستان دا جنایت به بې ځوابه نه پاتې کېږي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: « د افغانستان اسلامي امارت دا یو تېری او وحشت بولي او په دې کې شک نه شته چې ښکاره ظلم شوی. دا جنایت به بې پوښتنې نه پاتې کېږي. باید یادونه وکړم چې ملکي تلفات اوښتي او ډېر زیات دي.»

پاکستان په داسې حال کې یوځل بیا د یوه خپلواک افغانستان پر وړاندې هر اړخیز قوانین نقض کړي چې له دې وړاندې یې هم په کابل کې د روږدو درملنې ۲ زره بستریز کمپ(امېد روغتون) په نښه کړ چې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله  واوښته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist