Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

متقي: افغانستان د سیمې وصل پر مرکز بدلېدونکی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/04

د افغانستان اسلامي بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۳ مه» د بېلابېلو وزارتونو له ویاندویانو، د رسنیو استازو لیکوالانو او د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو سره په ناسته کې د تېرو نهو میاشتو لاسته راوړنې شریکې کړې.

متقي وایي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، افغانستان دا مهال له ټولې نړۍ سره متوازن سیاست لري، لګول شوي بندیزونه کم شوي او ګڼو هېوادونو کې سفارتونه پرانېستل شوي او په خبره یې دا لویه لاسته راوړنه ده.

متقي زیاته کړې:«  موږ په داسې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ته راغلو،چې له نیمې نړۍ سره جنګیدلي وو. هغه دوښمن،چې ۲۰ کاله ورسره جنګېدلي وو، هغه اروپا وه، که امریکا وه، له هغوی سره مو په دوامداره ناستې وکړې.  ځینې اقتصادي بندیزونه راکم شول او د نړۍ سفارتونه خلاص شول. په ډېرو هېوادونو کې زموږ استازي ومنل شول. ډېرو پخوانيو ډیپلوماټانو راسره همکاري شروع کړه. الحمد الله په دې برخه کې هم ښه لاسته راوړنه لرو.»

په دغه ناسته کې له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګار شوی او ویل شوي، چې د تېر پرتله له افغانستان سره ټرانزیټ او سوداګري زیاته شوې ده.

متقي وايي، د هېواد ټول بندرونه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانیستي دي او افغانستان د نړۍ د اتصال پر مرکز بدلېدونکی دی،چې دا د اسلامي‌امارت د غوره سیاست پایله ده.

 هغه زیاته کړه:« له ټولې نړۍ سره مو یو غوره سیاست پر یووړ. نن موږ له یوه ګاونډي سره هم ستونزه نه لرو. نن مو د شیر خان بندر هم ازاد ده، هیراتان بندر هم ازاد ده، تورغونډۍ او اسلام کلا هم ازاد دي، بولدک او تورخمو مو هم ازاد دي. موږ له ټولو سره ښې اړیکې لرو.  د ټولو لپاره ورو، ورو  د اقتصاد پر مرکز هم بدلېږو. دا زموږ او تاسو د غوره سیاست پایله ده.»

متقي وايي،په تېرو ۴۳ کلونو کې په لومړي ځل ملي بودیجه له داخلي عوایدو برابره شوې او په کمو امکاناتو یې د ګڼو پروژو چارې پيل کړي دي.

متقي زیاته کړې:« په تېرو ۴۳ کالو کې موږ او تاسې د لومړي ځل لپاره خپلواکه بودیجه تصویب کړه. دا بودیجه مو له خپلو عوایده وه. دا هغه لاسته راوړنې دي،چې دوښمنان یې نه شي زغملی.»

امیرخان متقي وایي،د زده کړو په برخه کې کار شوی،له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په طرحه کار روان دی او ګڼ کانونه په قراردادونو ورکړل شوي، چې زرګونه کسان په کې پر کار بوخت دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist