Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

د پاکستان پوځي رژیم له لوري د وړمې شپې هوايي بریدونو په تعقیب چې په کې یو ځل بیا عام او بېګناه افغانان په نښه شول، د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او پېژندل شویو څېرو غبرګونونه راپارولي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د دغو بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي چې پاکستان له ګاونډي افغانستان سره د روان کړکېچ د سوله ییز حل لپاره ان خپله د پاکستاني وګړو غوښتنې هم له پامه غورځولې دي.

د خلیلزاد په خبره، پاکستان نه یوازې د سوله ییز حل غوښتنې له پامه غورځولې دي بلکې د بېګناه او عامو خلکو په نښه کولو سره یې د جګړې اصول هم تر پښو لاندې کړي.

خلیلزاد زیاته کړې: « سره له دې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او همدارنګه د ډېرو پاکستانیانو له لوري د خبرو اترو او د خپلو اختلافاتو د سوله‌ییز حل غوښتنې شوې دي، پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی چې په پایله کې یې یو ځل بیا ګڼ شمېر بې‌ګناه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. ما تل د پاکستان له خوا د بې‌ګناه افغانانو وژنه غندلې او نن یې هم یو ځل بیا غندم.»

زلمي خلیلزاد دغه راز ویلي، پاکستان د دې بریدونو په ترسره کولو غواړي په لوی لاس په سیمه کې ناامني او ترهګري رامنځته کړي. د نوموړي په خبره، دا چاره د امریکا  ګټې هم زیانمنوي.  

بله خوا، د بشري حقونو نړیوال بنسټ پر خپله اېکس پاڼه دغو بریدونو او په کې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه ‎ښودلې او وايي، په دې هوایي بریدونو کې شاوخوا ۱۷۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 د بشري حقونو نړیوال بنسټ(آی‌اېچ‌آر‌اېف) زیاته کړې: « د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پاکستان هوايي بریدونه کړي چې د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغو بریدونو ملکي وګړو ته درانه زیانونه اړولي، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي او د مرګ ژوبلې لویه پېښه یې رامنځته کړې ده. موږ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونو ته ژوره اندېښنه لرو.»

په ورته مهال،  اروپایي ټولنې، د بشري حقونو نورو سازمانونو لکه د بشر حقونو څار سازمان هم د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او په دې اړه یې د خپلواکې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي: « د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه باید خپلواکې او شفافې څېړنې وشي او په پوځي عملیاتو کې باید د ملکي وګړو ژوند خوندي پاتې شي.»

همدارنګه، د ناورې کډوالو شورا مشر ویلي چې ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید هېڅکله هدف ونه ګرځول شي.

یان اېګلنډ له ښکېلو اړخونو غوښتي چې روان کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړي.

اېګلنډ دغه راز ویلي: « له افغانستان څخه ډېر د اندېښنې وړ خبرونه ترلاسه شوي. د راپورونو له مخې، وړمه شپه د پاکستان له لوري د افغانستان په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د ترسره شویو بریدونو له امله ۳۸ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. ملکي وګړي او ملکي بنسټونه باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي. موږ د پاکستان او افغانستان له پوځي ځواکونو غواړو چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي او خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه په کور دننه هم غندل شوي او دا څه یې د بشریت او ګاونډ خلاف کړنه بللې.  د راپورونو له مخې، په دغو بریدونوکې ۳۸ تنه ملکي وګړي شهیدان او له ۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist