Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

د پاکستان پوځي رژیم د دوشنبې شپې په هوايي بریدونو کې چې په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې ترسره شول، لږ تر لږه ۴۰ ملکي افغانان شهیدان او له ۱۷۰ تنو ډېر ټپیان شول.

د ځایی چارواکو د معلوماتو له مخې، په شهیدانو او ټپیانو کې لوی اکثریت د ښځو او ماشومانو دی؛ ځکه چې د پوځي رژیم الوتکو د افغانستان د هوايي حریم له نقضولو سره، د عامو خلکو کورونه بمبار کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په مرکه کې د پاکستان پوځي رژیم دا بریدونه پر افغانستان تېری وباله او وویل چې د پاکستان پوځي رژیم نه یوازې د افغانستان هوايي حریم نقض کړی  بلکې یو ځل بیا یې بې ګناه عام افغانان په نښه کړي دي.

مجاهد د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لومړني معلومات شریک کړل.

د اسلامي امارت ویاند وویل: « د دې ډول پېښو د قربانیانو کره ارقام وخت نیسي، خو زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه ۳۶ تنه شهیدان لرو چې ۶ یې په پکتیکا کې دي او ۳۰ نور په پکتیا کې او ۱۵۸ تنه هم ټپیان دي. په کونړ کې ځاني تلفان نه لرو مګر د ملکي وګړو یو کور نړېدلی او څاروي یې له منځه تللي دي.»

د اسلامي امارت ویاند په خپلو خبرو کې یوځل بیا د اسلامي امارت له لوري دغو بریدونو ته د ځواب ورکولو هوډ څرګند کړ او وویل چې د پاکستان پوځي رژیم پخواني بریدونه هم بې ځوابه نه دي پرېښودل شوي او د دې ځواب به هم هرو مرو  ورکړل شي.

پاکستان د تېر کال د اکټوبر میاشتې راهیسې څو ځله د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او په هوايي بریدونو کې یې عام وګړي قرباني کړي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) وايي، د تېر کال د اکټوبر له لسمې نېټې د مارچ تر پنځمې پورې ۷۶ کسان شهیدان او ۲۱۳ نور ټپیان شوي چې ۵۵ سلنه یې ښځې او ماشومان  دي.

یوناما په خپل یوه بیان کې ویلي چې دا شمېرې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون له برید مخکې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر امېد روغتون شوی برید تر ټولو خونړی و او په کې کابو ۴۵۰ تنه شهیدان او له ۲۵۰ زیات ټپیان شول.

خو د دوشنبې شپې د بمبارۍ له امله عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې اوښتې. په دې ځای کې د لومړني هوايي برید وروسته کله چې خلک په نښه شوي کور کې د شهیدانو او ټپیانو د را ایستلو لپاره راټول شول، دویم برید شوی او درنه مرګه ژوبله یې اړولې ده.

د کور مالک چې په دې برید کې ټپي شوی، د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

د نښه شوي کور ملک بسم الله خان وايي: « زما پر کور د شپې ۱۲ بجو شاوخوا کې بمباري وشوه، د کورنۍ غړي مې ټول تر چتونو لاندې دي او درې منزله کور مې په بشپړه توګه نړېدلی. زموږ مېړني قوم په نیمه شپه کې ځانونه را ورسول، خو دښمن زموږ پر هغو کلیوالو هم بمونه واچول چې زموږ مرستې ته راغلي وو. په دې برید کې ډېر کسان شهیدان او زخمیان شوي دي.»

هاخوا په پکتیکا کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پنځه کسان شهیدان شوي او د کونړ په منوره ولسوالۍ کې هم یو کور هدف ګرځول شوی چې په کې د څلورو کسانو ژوبلېدو خبره شوې. په دغو کسانو کې یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي. د دې کور مالک وايي، ګڼ شمېر څاروي یې تلف شوي دي.

د وړمې شپې دا برید داسې مهال شوی چې له تېر کال راهیسې په شویو بریدونو کې له درنې مرګ ژوبلې سربېره، له ۱۰۰ زرو څخه زیات کسان چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه اوسېدل، له خپلو سیمو بې ځایه شوي هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist