Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/29

د شانګهایی همکاریو سازمان وايي، له ملګرو ملتونو سره یې د څلورمې مشورتي غونډې اجنډا د افغانستان او منځنۍ اسیا امن او ثبات او د دواړو ټولنو ترمنځ د همکاریو زیاتولو ته ځانګړې شوې وه.

د شانګهای همکاریو سازمان په یو بیان کې ویلي، دا غونډه د شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شوی وه.

د بیان له مخې، په دې غونډه کې چې د شانګهای همکاریو سازمان د پلاوي مشري د دې سازمان مرستیال احمد سعید مراد زاده کوله، د ملګرو ملتونو پلاوي مشري د منځني ختیځ، اروپا، امریکا او اسیا آرام سمندر چارو لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال محمد خالد خیاري په غاړه لرله.

په بیان کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان او منځنۍ اسیا د امن او ثبات په تړاو په خپلو کې سلا مشورې کړې دي.

په دې بیان کې زیاته شوې: « د شانګهای همکاریو سازمان(اېس‌سي‌او)  د دارالانشا او د ملګرو ملتونو د دارالانشا ترمنځ د سلا مشورو په څلورم پړاو کې د افغانستان د ثبات ټینګولو، په منځنۍ اسیا کې د سولې او امنیت د ټینګښت او د دواړو  بنسټونو ترمنځ د همکاریو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.»

د شانګهای همکاریو سازمان د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د خپلو ګډو کاري برخو اړوند موضوعاتو په اړه نظرونه هم تبادله کړي.

د شانګهای همکاریو سازمان پلاوي همدارنګه د بېشکېک راتلونکې سرمشریزې لپاره د چمتوالي، د قرغېزستان د مشرۍ پر مهال د وزیرانو غونډو د پایلو، د سازمان د روانو کورنیو اصلاحاتو  او د ملګرو ملتونو له تخصصي ادارو سره د همکاریو په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.

په ځواب کې د ملګرو ملتونو پلاوي د «اقلیم، سولې او امنیت» د اجنډا په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو، د افغانستان د ثبات لپاره د ترسره کېدونکو هڅو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د دوامدارې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکي چې دا ډول ناستې په ټول جدیت سره تعقیبوي وايي، د افغانستان او منځنۍ اسیا د امن او ثبات په اړه د دواړو بنسټونو مشورتي ناسته خورا مهمه موضوع ده.

د دوی په وینا، که د داسې ستونزو د هواري لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه همغږي موجوده وي، نو هېڅ ستونزه به نا حل شوې پاتې نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « دا غونډه د سیمې لپاره ځکه ډېره مهمه ده چې د شانګهای سازمان او د ملګرو ملتونو ګډ تعامل د سیمې ثبات لا پیاوړتیا سبب کېږي؛ همدارنګه د افغانستان لپاره هم یو نوی باب پرانستل کېږي، ترڅو  سیمه ییز اتصال رامنځته شي، سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې شي، په سیمه کې یو تلپاتې ثبات ټینګ شي او نوی نظم رامنځته شي.»

د شانګهای همکاریو سازمان زیاته کړې چې د سلا مشورې یاده ناسته په رغنده فضا کې ترسره شوې او د دواړو سازمانونو د دارالانشاګانو ترمنځ اړیکې لا هم د هغې ګډې همکارۍ د اعلامیې پر بنسټ روانې دي چې په ۲۰۱۰ کال کې د تاشکند په ښار کې لاسلیک شوې وه.

د شنونکو په خبره، که چېرې د دوی د سلامشورو پر بنسټ اقدامات ترسره شي، نو په افغانستان او سیمه کې به اکثریت ستونزې هوارې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist