د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان به له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یوناما مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر مشر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې په لا زیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټینګار کړی.
برونولمارکي له مولوي امیر خان متقي سره په خبرو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په څرنګوالي او ښه مدیریت په اړه هم خپل نظر څرګند کړی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي بیا د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیايي او زیربنايي پروژو پر پلې کولو هم ټینګار کړی او له ملګرو ملتونو سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « په دې لیدنه کې ښاغلي لمارکي د بشري مرستو د څرنګوالي او ښه مدیریت کولو په اړه خپل نظر وړاندې کړ. د هېواد بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو د اړتیا ترڅنګ، د انکشافي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت هم ټنګار وکړ او زیاته يې کړه چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.»
که څه هم لمارکي موده وړاندې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا د یوناما ماموریت نه و غځولی، کابل ته راغلی، خو دا لومړې ځل دی چې نوموړی د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري.
سره له دې چې دا لیدنه تر ډېره تعرفي وه، خو برونو لامارکي ژمنه کړې چې ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: « ښاغلي برونو لمارکي د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سپارل شویو دندو په ترسره کولو کې به خپلې ټولې هڅې وکړي. نوموړي د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې جون میاشتې په ۱۶نېټه د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
د امنیت شورا دا ماموریت د حیاتي بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د وضعیت څارنې او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه – دغه راز د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوه پل په توګه د کار کولو لپاره اړین ګڼي.
په ورته مهال، یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په نړیوالو فورمونوکې د افغانستان د استازیتوب اوسني نه شتوالي ته په کتو، یوناما کولی شي د نړیوالې ټولنې سره د هېواد ښکېلتیا اسانه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « که د افغانستان حکومت ورسره همکاري وکړي، دغه دفتر کولی شي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې جوړې کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې که څه هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا تر اوسه اسلامي امارت ته نه ده سپارل شوې، خو بیا هم یوناما کولی شي دا تشه تر یوې اندازې ډکه کړي او د افغانستان وضعیت نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
د دوی په اند، دغه کار هغه مهال کېدای شي چې یوناما پر عیني واقعتونو ولاړ معلومات ورکړي.