Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاروالۍ ښار کې  پر دوو مسیرونو د ملي بسونو فعالیت پيل  کړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/01

د کابل ښاروالۍ  نن چهارشنبه د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۱ مه» ښار کې د سینمای پامیر او احمد شاه بابا  مېنې او د سینمای پامیر او هوايي ډګر پر مسیرونو د ملي بسونو فعالیت پیل کړ. 

د ښاروالۍ ویاند عبدالواسیع زاهد وايي، د دغو ښاري ملي بسونو شمېر ۱۱ ته رسيږي،چې پر فعالیت به یې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي. 

زاهد زیاته کړه:«لکه څنګه چې پوهيږئ،د ښاروالۍ له عمده دندو  يوه يې عامه خدمات وړاندې کول دي. په همدې لړ کې نن کابل ښاروالۍ د ۱۱ ښاري بسونو پرانېسته وکړه.  دغه  ۱۱ ښاري بسونه به په دوو مسیرونو کې فعالیت کوي،پنځه بسونه به له سینمای پامیر څخه تر ارزان قیمت پورې او شپږ بسونه به له سینمای پامیر څخه میدان هوايي پورې تګ راتګ کوي.»

زاهد وايي،دې چارې سره به نه يوازې دا چې خلک کرایه کمه ورکړي، بلکې د ښاروالۍ په عوایدو کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي. 

هغه زیاته کړه:« د دې کار ګټې له دوو نګاو څخه وړاندې کولای شو،يو یې ښاروالۍ ته ګټه شته، بل یې ښاريانو ته ګټه ده،چې له ټولو کوچینو موټرو څخه به د دې کرایه ارزانه وي. د اوس له پاره غالبا لس افغانۍ کرایه ده.» 

د کابل ښار د ترافیکو مدیر بيا وايي،هڅه کوي،د يادو ملي بسونو تګ راتګ له پاره په ټول توان سهولت رامنځ ته کړي،تر څو خلک په ښه شکل سره په ملي بسونو کې سفر وکړي. 

د کابل ښار د ترافیکو مدیر مولوي خيال محمد وايي:« ګڼه ګوڼه ځکه لري،چې دا پلازمېنه ده او اوسیدونکي لري، له ټولو ښارونو زیات خلک کابل ښار ته راځي. که ووایو،له يوې مخې ته دې ګڼه ګوڼه ختمه شي دا امکان نه لري،خو د ګڼې ګوڼې په ختمېدو کې به ورسره ترافیک ډېره مرسته ورسره وکړي. مخکې يي هم مرسته کړې او اوس یې هم کوو. هڅه  کوو،چې اطرافي پلیټونه په ښار کې کم کړو.» 

عام خلک هم په ښار کې د ښاروالۍ له لورې د ملي بسونو په فعالیت خوښ دي او ټينګار کوي،چې په نورو لویو مسیرونو دې هم دغه ښاري ملي بسونه فعال شي. 

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« د ښاروالۍ له لورې دا ډېر ښه کار دی او ښه اقدام يې کړی دی،ځکه چې خلک هم ډېر غری دي.‎،وس نه لري،د کوچینو موټر چې ۳۰روپۍ اخلي. نو دوی ۱۰ روپۍ اخلي، نو که د چا ضرورت وي،هغه په دې ملي بسونو کې ځي او که د چا وس وي په کوچنیو موټرو کې دي لاړ شي.» 

کابل ښاروالي څلور میاشتې وړاندې هم د ښار په دوو نورو مسیرونو دغه ډول ملي بسونه فعاله کړي و او په خبره یې هڅه کوي،چې دا فعالیت د ښار نورو مسیرونو ته هم وغځوي. 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist