د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر په سرپل ولایت کې یوې ولسې غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، هغه ډلې چې د اسلامي امارت پر ضد د وسله وال مقاومت څرګندونې کوي، عملي حضور نه لري.
د هغه په خبره، اسلامي امارت اوس مهال په هېواد کې پر هېڅ لوري او شخص د زور له لارې نه بلکې د عقیدې له مخې حاکم دی.
ملا نور الله نوري وړاندې ویلي، همدا لامل دی چې اسلامي امارت په هېواد کې هېڅ یوې وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
ده د حکومت مخالفې څېرې وننګولې چې ادعاوې او له هېواده بهر د مقاومت په اړه یې څرګندونې خیالي او له واقعیتونو لرې دي.
د نوري په خبره، دا هغه ځانګړې کړۍ دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د خلکو لپاره هېڅ نه دي کړي او په خبره يې،د بیا راتلو هېڅ توان نه لري.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ملا نورالله نوري وايي: « په رسنیو کې اعلانونه کوي چې موږ بیا په افغانستان کې یوه جبهه پرانیزو او افغانستان آزادوو. نن ورځ په کوم عزم، پیغام او ارادې سره دا اعلان کوې چې موږ افغانستان آزادوو، له چا یې آزادوې؟ ملت ستاسو د کارونو نتیجه په تېرو شلو کالو کې ولیده، اوس ټول خلک تاسو ښه پېژني، تاسو نور په افغانستان کې ځای نه لری.»
ملا نورالله نوري له خلکو هم غوښتي چې د یاد کړیو له خوا په کېدونکو تبلیغاتو باور ونه کړي او په خبره یې، هېڅ ډله او لوری تر دې وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې د وسله وال مخالفت ځواک نه لري.
ملا نورالله نوري زیاته کړې: « هېڅوک داسې نه شته چې افغانستان ته بیا ناوړه اهداف راوړي، دا کار نه شي کولی. د سرپل ولایت خلکو! د پردیو او استخباراتي کړیو په تبلیغاتو باور مه کوئ، حقیقت درک کړئ او بیا قضاوت وکړئ.»
د سمنګانو او سرپل ولایتونو دا غونډه لومړنۍ غونډه نه ده چې د سرحدونو او قومونو چارو وزارت له خوا جوړه شوې وه بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په اکثرو شمالي ولایتونو کې دا ډول غونډې جوړې شوې چې تر ډېره یې موخه د قومونو ترمنځ د یوالي لا ټینګښت ګڼل شوی.
اسلامي امارت څو ځله په کورنیو او نړیوالو غونډو کې ویلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د عمومي بښنې له مخې، ټول افغانان هېواد کې اوسېدای شي، خو د حکومت ضد کړنو او پر سیاسي فعالیتونو یې کلک بندیز لګولی.