Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل ورځ تر بلې پراخ شوی

بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل ورځ تر بلې پراخ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/28

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره یې اړیکې او تعاملات ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي، سیاسي او اقتصادي ښکېلتیا یې سره زیاته شوې ده.

د دې وزارت د چارواکو په خبره، د اقتصاد محوره بهرني سیاست پرمټ توانېدلي چې منځنۍ اسیا هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او له ټولو سره د باورفضا رامنځته شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي: « د افغانستان او سیمې هېوادونو او دغه راز د نړیوالو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي، د اعتماد کچه ورځ تر بلې لوړېږي او ښکېلتیاوې زیاتېږي. تاسو جریان کې یاست چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ تګ راتګ زیات شوی، په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پراخوالی راغلی. څه موده وړاندې د افغانستان اسلامي امارت هئیت د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره پر بېلابېلو برخو بحثونه لرل چې زمینه یې دېته برابره کړه چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې تعاملات زیات شي.»

کارپوهان بیا د بهرني سیاست په برخه کې د اسلامي امارت هڅه بریالۍ بولي او زیاتوي چې د بهرني سیاست دستګاه بریالۍ شوې چې ګاونډیو او سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړي چې له افغانستان سره اړیکې زیاتې کړي.

دوی وايي، اروپايي ټولنې او نورې نړۍ ته هم په کار ده چې له افغانستان سره تعامل ته داخل شي او د متقابل درناوي پربنسټ رسمي اړیکې جوړې کړي.

د دوی ټینګار په دې دی چې افغان حکومت باید نړۍ ته دا قناعت ورکړي چې یوازې سوله ییز او با ثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.

د سیاسی چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د منځنۍ اسیا او ګاونډیو هېوادونو او دغه راز له سترو سیمه ییزو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ ښه روابط لري. همدارنګه اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو ته بویه چې د متقابل درناوي له مخې د نېکې رابطې لاره خپله کړي.» 

د چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « د افغانستان د بهرني سیاست دستګاه پراخې لاسته راوړنې لري، له سیمې سره د افغانستان تعامل پراخ شوی، مهم او سټراټيژیک هېوادونه له افغانستان سره سیاسي اړیکو ته راښکېل شوي. په کار ده چې دا سیاسي بهیر لا پیاوړی شي او نړۍ ته قناعت ورکړل شي چې یو باثباته، سیال او پرمختګ پال افغانستان ستاسو په ګټه دی.»

په ورته مهال، بهرنیو چارو وزارت وايي جدي هڅې يې پیل کړې دي چې د افغانستان او هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې اړیکې لا پراخې کړي او له یادو هېوادونو سره له شته مشترکاتو مثبته ګټه واخلي.

د دې وزارت د چارواکو په خبره، له ټولو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او ترډېره یې په دې سټراټیژۍ کې پرمختګ هم کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی او ګړندي ګامونه اخلي چې د افغانستان او سیمې ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزه برخو کې لا پراختیا رامنځته کړي. همدارنګه د افغانستان، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ چې کوم اقتصادي او ټرانزیټي مشترکات دي، له هغو سالمه استفاده وشي، ترڅو د افغانستان د رفاه، ځان بسیاینې او ولسونو د ترقۍ لپاره کار وشي.»

په ټوله کې باور دا دی چې لرې نه ده د مرکزي اسیا هېوادونه او د ایران په شمول د افغانستان ځینې نور ګاونډيان هم له کابل سره خپل شته سیاسي، اقتصادي او سوداګریز تعاملات په رسمي اړیکو بدل کړي او د مسکو په څېر د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې
افغانستان

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

جون 29, 2026
بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې
افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې

جون 29, 2026
نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري
افغانستان

نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري

جون 29, 2026
کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي
افغانستان

کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

جون 28, 2026
هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي
افغانستان

هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

جون 28, 2026
ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي
افغانستان

تېرو دوو ورځو کې طبیعي پېښو له پنځو هېوادوالو ژوند اخستی

جون 28, 2026

وروستي خبرونه

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

جون 29, 2026
بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې

بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې

جون 29, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026
نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري

نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري

جون 29, 2026
کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

جون 28, 2026
هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

جون 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist