Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۰ مه» په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دغه ناسته کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړې دي.
یاد وزارت زیاته کړې،په دې لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا او سیاسي موضوعاتو بحثونه شوي دي.
د ترکیې سفیر جهاد آرګین ای، له تیرو څو ورځو راهیسې د اسلامي امارت د کابینې له ګڼو وزیرانو سره ناستې کړې دي.