Skip to content
د بلخ امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په مرکز مرازشریف ښار کې یې د چانیزو عملیاتو پر مهال د غلا او قاچاق یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
دوی وايي، له دغه شپږ کسیزې ډلې سره ۱۱ موټرې او موټرسایکلونه او درې میله وسله موندل شوي دي.
له دغو وسله والو غلو سره یو شمیر نور نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په خبره، یادې ډلې په مزار شریف ښار او شاا وخوا سیمو کې فعالیتونه کول،چې خلکو ته یې ډیرې ستونزې پیدا کړې وې.