د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بنیټ ویلي، نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک یوازې پریښي دي.
بنیټ له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، افغانان حق لري، دا فکر وکړي،چې یوازې پریښودل شوي دي.
هغه ویلي، دا یو حقیقت دی او ډېر ټکان ورکوونکی دی.
ریچارډ بینټ، تېره اوونۍ په افغانستان کې وو او په پام کې ده،چې په افغانستان کې د بشرحقونو په تړاو جوړ کړی راپور به راتلونکی سپټمبر میاشت کې ملګروملتونو ته وړاندې کړي.