Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا عدلیې ریاست: د پخوانۍ ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر وکیلانو دولتي ځمکې غصب کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/31

په سوېل کې د پکتیا  ولایت عدلیې ریاست د غصب شویو ځمکو د بیرته را ګرځولو امر خلیل الرحمن خوشبخت وایي، د دغه ولایت په مرکز  ګردیز ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې او ولایتي شورا

یو شمېر وکیلانو دولتي ځمکې غصب کړي دي. 

خوشبخت وايي، د غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو کمیسیون هڅې پیل کړي،چې له  وکیلانو او نورو زورواکو له لوري غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي.

 خوشبخت زیاته کړه:« له موږ سره د قضایې امارت اداره کې داسې دوسیې شته  دی،چې د ولایتي شورا او پارلمان وکیلانو دولتي ځمکې غصب کړي او ودانۍ یې پرې جوړې کړي،خو موږ دا دوسیې وروستي کیدو ته نږدې کړي،ترڅو دغه ځمکې بېرته را وګرځو.» 

د پکتیا اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي،چې دغه ولایت کې دې تیرو کلونو کې د زورواکو له لوري ټولې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ د دې طرفدار یو،که ښار  او نورو سیمو کې حکومتي ځمکې غصب شوي وي، باید بېرته راوګرځول شي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« تقریبا ۳۰۰  بېلابېلو سیمو کې دولتي ځمکې غصب شوي دي. موږ له  اسلامي امارته غواړو،چې دغه ځمکې بېرته راوګرځول شي او د دولت اړوند شي.» 

په ورته مهال  د ګردیز ښاروالي د ماسټر پلان د تطبیق په موخه ښار کې یو شمیر کورونه ونړول او مسوولین وايي،په پام کې لري،چې روان کال  کې له ۵۰ سلنې پورته ماسټر پلان تطبیق کړي. 

د ګردیز ښاروالۍ مرستیال امید ګل صابري وايي:«  دا سړک چې دا نن تخریب شو، دا د پخوانۍ پروژې یوه برخه ده. پخوا شل سلنه ماسټر پلان عملی شوی و اوس موږ اراده لرو،چې دا سلنه باید له ۵۰ سلنې پورته شي.» 

د ګردیز ښاروالي مسوولین وايي، د ښار یو شمیر سیمو کې د دوی اړوند ځمکې هم غصب شوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېسیون سره کار کوي،ترڅو دغه ځمکې بېرته راوګرځوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist