Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

د بلوچستان د سرانان سیمې وسله په لاس اوسېدونکي له خپلې سیمې د هغو افغان اربکیانو د بېرته ایستلو غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت له لوري دکچلاک له سیمې دلته لېږدول شوي دي.

د دغو اربکیانو په ضد په سرانان سیمه کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې دوی په یوه ملکي موټر ډزې وکړې او په کې یې یوه مېرمن او یو ماشوم ټپیان کړل.

د سیمې خلک وايي، په سرانان کې د محمد عیسی په نوم یوه کس دغو اربکیانو ته چې د ځایي اوسېدونکو په وینا، د پاکستان د حکومت له لوري دې سیمې ته لېږدول شوي، د ځای اسانتیا برابره کړې ده.

یو تن اعتراض کوونکی وايي: « دا خلک د کچکلاک په اړوند ساحو کې پراته وو، بیا یې له هغه ځایه راوستل او دلته په سرانان کې یې واچاول. زموږ سرانان علاقه یوه پر امنه ساحه ده، موږ دا خلک نه غواړو او نه یې دلته پرېږدو. دوی زموږ د ولسي خلکو پر یوه موټر ډزې کړې او په کې یې یوه ښځه او ماشوم زخمي کړي دي. اوس ټول ولس راوتي او احتجاک کوي چې دا افغان فورسېس له دې ځایه وباسي. زموږ احتجاج به د دوی تر ایستلو پورې ادامه ولري.»

ځینو سرچینو چې نومونه یې نه دي اخستل شوي ویلي چې افغان اربکیان د پاکستان د استخباراتو مستقیم ملاتړ له ځانه سره لري او د پوځ اجنډاوې پلې کوي.

دغو سرچینو ویلي، افغان اربکیان په سیمه کې په مرموزو وژنو کې هم ښکېل دي. د سرچینو په خبره،ا دا اربکیان نه یوازې په پاکستان کې د خلکو وژنې او ترور اربکیان دي بلکې دوی په افغانستان کې هم په ډېرو امنیتي پېښو کې ښکېل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو اربکیانو فعالیتونو ته په کتو، د افغانستان اسلامي امارت هوايي ځواک د دوی مرکزونه تر بریدونو لاندې ونیول او ډېر شمېر له منځه وړلو ادعا کوي.

که څه هم اسلامي امارت د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي، خو شاوخوا درې ورځې وړاندې د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت وايي: « د اسلامي امارت د دفاع وزارت د هوايي ځواک له لوري په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعشیانو او شر او فساد هغه مراکز چې د ځینو شریرو استخباراتي کړيو په مرسته په کې د افغانستان پر خاوره بریدونه پلانېدل او په تېر کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه هم ترسره شوي، تر سختو بریدونو لاندې ونیول شول. د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې مهم او مطلوب اهداف په نښه شوي دي.»

د ملي دفاع وزارت په نښه شوي وسله وال د افغانستان د امنیت لپاره یو خطر بللی او وايي، همدې مسلې ته په کتو یې پرې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist