Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د ښوونځیو پیل په موخه د کمېټو جوړول یوازې بهانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/30

د افغانستان اسلامي امارت له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پیل لپاره د لارې هوارولو په موخه د سترې محکمې د مشر پر مشرۍ اته کسیزه کمېټه جوړه کړې،چې د ښوونځيو د پیل پر وړاندې پراته خنډونه وارزوي او بیا پرانېستلو ته یې لار هواره کړي

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د ښوونځیو پیل په موخه د کمېټو جوړول یواز بهانې دي او د ښوونیز بهیر له ځنډولو د سیاسي موخې په توګه کار اخېستل کېږي.

د پوهنتون استاد جاوید مومند وايي:« زه فکر کوم،چې دا یو څه بهانې دي، د دې لپاره چې دا د ښوونځيو مسله نوره هم وځنډېږي،ځکه اوس ژمی هم راروان دی،په ځینو ولایتونو کې هوا سړېږي، په هغه صورت کې هغه امکانات چې باید موږ یې ولرو، نه یې لرو. د دې لپاره دا یو څه بهانې دي او افغانانو ته دغه بهانې د منلو وړ نه دي. دا هم ملي مشروعیت ته زیان رسوي او هم نړیوال مشروعیت ته زیان رسوي.» 

دغه کمېټه کې چې د کابینې برحاله چارواکي او دیني عالمان په‌کې شامل دي، تراوسه پورې یې په تړاو پوره جزئیات نه دي شریک شوي

په بلخ، شبرغان ولایتونو او ځینو سیمو کې د نجونو پر مخ تر دولسم ټولګي ښوونځي خلاص دي. د پوهنې وزارت د دغه خبر په تاییدولو سره وايي، په یادو سیمو کې ځایي خلکو په خپله خوښه ښوونځي پرانېستلې دي او په خبره یې د  اسلامي  امارت له خوا یې مخنیوی نه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر کمال سادات وايي:« تر هغې چې په کابل،ولایتونو، ولسوالۍ او کلیو او باڼدو کې ټول ښوونځي نه وي پرانېستل شوي او نجونې عملا ښوونځيو ته نه وي تللي، د داسې کمېسیونونو  او کمېټو جوړول د وخت ضایع ده. ځکه دا موضوع د پوهنې وزارت پورې تړاو لري او باید ژر یې د خلاصون اعلان وکړي. بله خبره دا چې، په ټول افغانستان کې د  ښوونځیو په نصاب، د نجونو پر جامو او د نجونو پر راشه درشه کې هېڅ غیر اسلامي نښې نښانې نه لېدل کېږي.»

د نجونو ښوونځي چې له تیرو اوویا ورځو راپدیخوا د  نامالومو دلایلو له مخې تړل شوي،له امله یې شااوخوا دوه میلیونه نجونې بې برخلیکه پاتې دي.

تېرو دوه میاشتو کې د اسلامي امارت د ځینو لوړپوړو چارواکو له اړخه د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په تړاو ژمنې وشوې،خو دا چې یادې ژمنې به کله پوره او د نجونو پر مخ به ښوونځي کله پراېستل شي، لا روښانه نه ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist