Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا ډنډه پټان له لارې۵۰  کورنۍ له پښتونخوا بېرته خپلو مېنو ته راستنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/30

په سویل کې د پکتیا ولایت ډنډه پټان له لارې د پښتونخوا له هنګو سیمې بېرته خپلو مېنو ته راستنې شوې دغه کورنۍ وایي،خوشاله دي،چې له کلونو وروسته بېرته خپلو مېنو ته راستنیږي. 

دغه  کورنۍ وايي، ځایي خلکو ډېره مینه ورکړې او دوی به یې هېڅ کله هم هېره نه کړي .

له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو تن کډوال وايي:«موږ ټولو هېوادوالو ته دا پیغام ورکوو،چې خپل هېواد ته دې راشي او د هېواد په  ابادولو کې دې مرسته وکړي،دا چې موږ اباد نه کړو،بل څوک یې راته نه شي ابادولی.» 

له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو بل کډوال وايي:« موږ به له دوی سره کومک کوو،دوی به یې له موږ سره کوي. دا مو هېواد دی. دلته به کاروبار کوو او پاتې ژوند به دلته تیروو.» 

غفور الدین د پښتونخوا هنګو سیمه کې له څلورو لسیزو ډېر وخت تیر کړی او وایي،اوس په خپله خوښه له کورنۍ سره خپلې مېنې ته ستنیږي او خپل ویجاړ کور به ابادوي. 

هغه زیاته کړه:«موږ په  ۱۹۷۹ کې له هېواده کډوال شوي یو، اوس اسلامي حکومت دی،موږ ټول اوس دا غواړو،چې د دوی ملاتړ وکړو او خپل هېواد اباد کړو.» 

خپلو مېنو ته بېرته دغه راستنې شوې دغه کورنۍ وایي،کلیو او بانډو کې یې کورونه ویجاړ دي او یونیسیار، نور مرستندویه بنسټونه او اسلامي امارت دې ورسره مرسته وکړي. 

له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو تن کډوال وايي:«موږ سره دې یونسیار مرسته وکړي،طالبان دې راسره مرسته وکړي. موږ ډېر بې وزله خلک یو.» 

له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو بل کډوال وايي:« خپل کور مې نه شته دی، د بل چا کور کې به اړوو.غوښتنه مو دا ده،چې راسره مرسته وشي،ترڅو خپل کور اباد کړو.» 

د اسلامي امارت له لوري د ډنډه پټان ، تورخم او غلام خان له لارې د بېرته راستنیدونکو کورنیو د همغږۍ مسوول فیض محمد حیدري بیا وايي، په دې وروستیو کې له دغو لارو د راستنیدونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. 

حیدري زیاته کړه:« په دې وروستیو کې د تورخم،ډنډ پټان او غلام خان له لارې د بېرته راستنیدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی، په تورخم هره ورځ له ۱۰ تر پنځو کډې را اوړي.» 

د ډنډ پټان له لارې د بېرته راستنیدونکو دغه کورنیو غړي پښتونخوا او پاکستان کې له میشتو کډوالو غواړي،چې خپلو مېنو ته دې راستانه شوي او د هېواد په ودانولو کې دې برخه واخلي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist