استاد حبیبالله رفیع د خپلې اوږدې علمي دورې په ترڅ کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ، پښتو ټولنې او ګڼو فرهنګي بنسټونو د لیکوال او څېړونکي په توګه دنده تر سره کړې.
نوموړی نه یوازې شاعر او لیکوال دی بلکې د فولکلور، تاریخ، ژبپوهنې او ټولنیزو علومو یو تکړه څېړونکی هم دی.
په پښتو ادبیاتو کې د استاد رفیع څېړنې د پښتني ټولنې د فرهنګي میراث خوندي کولو لپاره ارزښتناک اسناد بلل شوي او له شپېتو کلونو څخه زیاتې علمي او فرهنګي هڅې يې د دې لامل شوې دي چې نو موړی پر افغانستان سربېره په نړيواله کچه هم وستايل شي.
که څه هم استاد رفیع پوره نه دی روغ شوی، خو وايي لا هم د پښتو ژبې او افغاني فرهنګ د خدمت لپاره کار کوي او د خپل عمر ډېره برخه یې د قلم او فکر په وسیله د علم په رڼا روښانه ساتلې.
لیکوال او څېړونکی حبیبالله رفیع وايي: « زما دا وروستی سفر د ناروغۍ له امله و او هېڅکله مې د افغانستان د پرېښودلو تکل نه دی کړی او نه په دې نیت تللی یم. کلتور او علم د ژوند مهمې څانګې دي او هرڅومره چې کېدای شي، باید ورته کار وشي. دا یو دوامدار کار دی او هېڅکله باید بسنه ونه شي او کافي ونه ګڼل شي. موږ باید لا ډېر کار وکړو او زحمت وباسو، ترڅو وکولی شو د هېواد نیمګړتیاوې او مشکلات حل کړو.»
د پښتو ژبې څېړونکي، لیکوالان او شاعران د افغانستان په معاصر تاریخ کې د پښتو ادبیاتو، پښتنې ټولنې د فرهنګي میراث په برخه کې استاد رفیع یو ژوندی ادرس ګڼي او ټینګار کوي چې ځوان لیکوالان، شاعران او ژورنالیستان دې د هغه له اثارو او تجربو ګټه واخلي.
سره له دې چې استاد رفیع په وروستیو کلونو کې د شکر له اوږد مهالې ناروغۍ ځورېږي، خو وايي بیا هم د کتابونو، لیکنو او څېړنو له نړۍ څخه لرې شوی نه دی.
حبیبالله رفیع په دې اړه وايي: « هېڅکله دومره کار نه دی شوی چې موږ ووایو دا د پښتو لپاره کافي دی او هېڅکله په دې بسنه ونه کړو چې نور کار ته اړتیا نه شته. نو په دې اساس، د پښتو لپاره، د افغانستان د کتلور او علمي پانګې لپاره شوی کار کافي نه دی. کوم کارونه چې په پښتو ټولنه کې شوي، هغه مهال شوي او حساب پرې کېدای شي، خو هېڅکله کافي نه دي.»
لیکوالان او څېړونکي استاد رفیع یو بې مثاله لیکوال، شاعر، څېړونکی او ژورناېیست ګڼي او زیاتوي چې نوموړي خپل ټول عمر فرهنګي خدمتونو ته وقف کړی او د افغاني ادب، تاریخ او فولکلور ستره پانګه ده.
لیکوال او څېړونکی محمد نبي تدبیر وايي« استاد له ۲۰۰ زیات کتابونه لیکلي او ما د قلم او قدم په نوم پرې کار کړی. زه ویلی شم چې استاد په هره برخه کې کار کړی. دی د نوي نسل او ځوانانو لپاره یوه مرجع ده او یو بډای علمي ماخذ دی. موږ یې وطن ته په راتګ ډېر خوښ یو.»
استاد حبیبالله رفیع یوازې یو لیکوال نه بلکې یوه فرهنګي لويه سټه هم یادېږي ژوند يې د علم، څېړنې، وطنپالنې او فرهنګي خدمت یوه روښانه بېلګه ده.
د پښتو ژبې او ادب راتلونکي نسلونه به د هغه له اثارو او علمي میراث څخه د اوږدې مودې لپاره ګټه اخلي.