Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/17

د هېواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو نښلوونکې ایرګنک لاره، موټر چلوونکو او مسافرو ته په لوی سرخوږي بدله شوې.

 دغه لار له بلخ ولایت وروسته د سمنګان ولایت له خُلم ولسوالۍ تېرېږي او بیا د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ ته ننوځي. دا سړک د نورو لارو په پرتله لنډ دی او موټر چلوونکو ته اقتصادي تمامېږي.

د دې لارې موټرچلوونکي وایي، بلخ – کندوز لاره نه یوازې د نورو لارو او په ځانګړې توګه د بلخ – بغلان او کندوز لارې په پرتله لنډه ده، بلکې د سفر وخت او لګښتونه هم راکموي.

موټرچلوونکی محمد اصف وايي: « د دې لارې وضعیت ډېر خراب دی، موږ دا لنډه لار اوس په شپږو ساعتونو کې طی کوو. مسافر مو په تکلیف دي او موټر مو هم عوارض کوي. له حکومت غوښتنه کوو چې دا لار ژر تر ژره جوړه کړي.»

موټرچلوونکی عین‌الدین وايي: « د شمال څو ولایتونه او ګڼې ولسوالۍ له دې لارې ګټمنې کېدای شي، ځکه دا سړک د بغلان لارې په پرتله لنډ دی. موږ د بغلان لارې په پرتله په دې سړک سل لېټره تېل سپما کولی شو. همدارنګه ۲۰۰۰ افغانۍ مو د خرڅ په پیسو کې سپما کېږي. له دولت غوښتنه دا ده چې دا سړک ژر جوړ کړي.»

بله خوا، یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر د ایرګنک لاره نه یوازې د بغلان او سمنګان له لارې کم ‌لګښته بولي بلکې وايي، که د دې لارې پاتې برخې هم بشپړې شي، واټن به ورسره لنډ او د باروړونکو او مسافرو لېږدونکو موټرو د کرایو په کمېدو سره به د خلکو اقتصادي بار هم راکم شي.

موټرچلوونکی عبدالقهار وايي: « شاړلس یا اوولس کاله کېږي چې زه په دې لین موټر چلوم، خو اوس دا سړک ډېر خراب دی او مسافر مو په تکلیف دي. که دا لاره جوړه شي، کرایه به راټیټه او موټر به مو ډېر نه خرابېږي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې زموږ سړک هم را جوړ کړي.»

د دې لارې یو تن مسافر محمد ایوب وايي: « که دا سړک په اساسي ډول جوړ شي، د هېواد دوه ستر بندرونه (شېرخان بندر او حیرتان بندر) به سره وصل شي. همدارنګه د بلخ او کندوز په نښلېدو سره به هم د خلکو لار را لنډه شي.»

په همدې حال کې د ټولګټو چارو وزارت مسوولین بیا وایي، د کندوز چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ایرګنک لاره د یاد وزارت په راتلونکو پلانونه کې شامله ده او د جوړېدو چارې یې پیل کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي: « د کندوز – مزارشریف مسیر یا ایرګنک لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي پروژو ګڼل کېږي او دا یو شمېر شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له یوبل سره نښلوي. د دې سړک د جوړولو چارې د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت په پلانونو کې شاملې دي او تخنیکي مشخصات یې د ټولګټو وزارت له خوا د نظام له مشرتابه سره شریک شوي او د بودیجې له منظورېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي. د یادونې وړ ده چې د هېوادوالو د خوندي او هوسا تګ راتګ په موخه، د کندوز ولایت د ټولګټو ریاست تخنیکي ټیمونه د دې سړک د ځینو برخو ساتنه او هموارکاري په دوامداره توګه ترسره کوي.»

د موټرچلوونکو اصلي او اساسي غوښتنه دا ده چې د دې لارې د جوړېدو په اړه دې جدي ګامونه واخستل شي، ترڅو چلوونکي او مسافر له اوږدو مزلونو او درنو مالي لګښتونو وژغورل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی
افغانستان

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي
افغانستان

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
کتاب پلورنځي: کندهار کې د کتاب پلورنې بازار له جدي رکود سره مخ دی
افغانستان

کتاب پلورنځي: کندهار کې د کتاب پلورنې بازار له جدي رکود سره مخ دی

جون 16, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist