Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: کابل کې جوړيدونکې لويه جرګه په کوردننه د مشروعيت لپاره اړېنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/29

په هېواد کې ورستيو کې د لوې جرګې جوړولو خبره مطرح کيږي،چې افغانان ورته له تمو سربیره هيلې او وړانديزونه لري.

د سیاسي چارو شنونکي یاده جوړيدونکې جرګه د کورنیو ستونزو حل لپاره اړينه بولي او ټينګار لري،چې په جرګه کې دې د هېواد شته حقيقي ستونزو په درک سره پريکړې وشي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« بېلابېل دیني عالمان، قومي مشران،مخور کسان په هېواد کې دننه او بهر کې چې کوم مخور کسان دي، پوهان، استادان او یا نور شخصیتونه،چې سیاسي شهورت هم ولري، که چېرته دغه ټول راوغوښتل شي او هغه ستونزې چې په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي  او ډیپلوماتیکو اړیکو کې موجودې دي، د هغې په اړه خبرې وشي. زه فکر کوم، چې دا به له یوې خوا ملي مشروعیت پيدا کړي او بل به نړیوال ارزښت پيدا کړي کړي.» 

ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت دې په ياده جرګه کې د ټولو قومونو استازو،احزابو او اغيزمنو سياسي څېرو او ټولو اقشارو ته برخه ورکړي،تر څو د ټول ملت استازیتوب وکړای شي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:« که چېرې بیا د خپلې خوښیې کسان وګوماري، یعني د حکومت خوښه اوسي،لکه د پخوا چې وه، هغې جرګې ارزښتونه له لاسه ورکړي دي. که قومونه او ولسونه په کې برخه واخلي، د بېلګې په ډول بېلابېل ګوندونه دي، سیاسیون دي، چې هلته بحث وشي، کمېټې جوړې شي، نو پایلې به یې هم ښیې وي،ځکه چې ټول شموله به وي. ټول افغانان به په کې وي.» 

اسلامي امارت تر اوسه پورې د يادې جرګې د جوړيدو نيټي، ګدون کوونکو اشخاصو او د بحث  وړ موضوعاتو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تائیدوي،چې د جوړيډونکې ناستې په طرحه کار روان دی او تر بشپړېدو ورسته به يې له ولس سره شريک کړي.

باور دادی،چې د لوې جرګې په جوړیدو سره پر کور دننه د  مشروعيت لپاره به لار هواره کړي،خو تراوسه معلومه  نه ده،چې د هېواد تللو سیاسي شخصيتونو ته به په کې کې ونډه ورکړل شي او که نه؟ 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist