Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د نړیوالو پر غوښتنو چوپتیا هېواد کې روان وضعیت لا سختولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/29

ملګري ملتونه او نړیوال د افغانستان کې د خلکو او اوسني وضعیت په تړاو وخت ناوخت اندېښنې څرګندوي،چې د کارپوهانو په خبره اسلامي امارت یې پر وړاندې غلی دی.

دوی وايي، که د ملګرو ملتونو او نړیوالو غوښتنو او خبرداریو ته اسلامي امارت معقول ځوابونه ونه وايي او د حل ترڅنګ عملي ګامونه پورته نه کړي،روان وضعیت لا  سختېدای شي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر هاتف مختار وايي:« دا د افغانستان ملي منافع وايي، که چېرې موږ له نړۍ سره د نړۍ ژبه پيدا نه کړو، ورو، ورو افغانستان د انزوا پر لور ځي. دغه انزوا تر ټولو دمخه د اوسني نظام لپاره یو ستر ګواښ کېدی شي.» 

ځینې نور بیا وايي، د اوسني وضعیت د ښه او بېرته عادي کولو لپاره دې اسلامي امارت د نړیوالو او ملګرو ملتونو هغو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي،چې افغانستان ورسره له سیاسي او اقتصادي انزوا وتلی شي.

دوی وايي، د ښځو د کار، نجونو د زده کړو او د ملت نورې غوښتنې معقولې دي او اسلامي امارت مسوولیت لري،چې د دایمي ثبات او د افغانستان ښې راتلونکې لپاره یې له نړیوالو سره ومني.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« دولت ته په کار ده،چې دې غوښتنو باید مثبت ځواب ووايي. هغه غوښتنې د ولس غوښتنې هم دي، د بیلګې په ډول د ښوونځيو پرانېستل، د حقوق بشر په اړه، یا د ښځو د کار په اړه، دا هغه څه دي، چې هم د ولس او هم د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو  سازمانونو غوښتنې دي.»

خو افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، روان سیاست یې نړۍ او نړیوالو سره متوازن دی او د بشر حقونو په تړاو د نړیوالو او  په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو اندېښنې بې ځایه دي او په خبره یې سیاستونه یې د خپلو ملي او دیني ګټو سره سم روان دي.

کریمي زیاتوي:« اسلامي امارت یو متوازن سیاست او سنجیده پالیسي مخته  وړي،چې هم له نړیوالو سره په نړیوالو نورمونو برابر تګ اوسي او هم د خپل هېواد ملي منافع او کوم معنوي او اسلامي ارزښتونه چې دي، ملت د هغو لپاره قرباني ورکړې، هغه خوندي شي.»

ملګري ملتونه او نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ښځو،نجونو او روان بشري وضعیت په تړاو اندېښنې ښيي او له اسلامي مارته غوښتنې لري،چې د دغه وضعیت د عادي کېدو لپاره دې پر هغو ژمنو ودرېږي،چې له نړۍ سره شوې دي.

باور دا دی،که اسلامي امارت له نړۍ سره د تفاهم ژبه پیدا نه کړي،افغانستان کې روان وضعیت کې پاتې کېدای او سختېدای شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist