Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/28

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د اميت شورا هغه پريکړه ستايلې،چې له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام او د افغانستان د بانکې او مالي سيستم د بیا رغولو په تړاو يې کړې وه. 

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه پرېکړه له افغانانو سره د روان بشري وضعيت لپاره اړينه او غوره کړنه بلل شوې ده. 

دغه راز په خبرپاڼه کې بیا د امريکا  له محتده ايالتو غوښتنه شوې ده،چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې آزاده او شته اقتصادي محدوديتونه دې لرې کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیستم بیارغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی کوي. د امريکا پر متحدو ايالاتونو يو وار بيا غږ کوي،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني پرته  له کوم قيد او شرطه آزاده او هر ډول اقتصادي محدوديتونو لرې کړي.» 

په ورته وخت کې بهرنيو چارو وزارت د افغان ښځو د حقونو او حجاب په تړاو د امنيت شورا انديښنې ناسمې ګڼلي او د افغان مېرمنو او نجونو  حقونو او زده کړو په برخه کې یې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په خبرپاڼه کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بولي او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي.» 

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا وايي، دوی د ښځو او نجونو اړوند ټولو حقوونو ته ژمن دي او هيڅکله يې  د صلب کولو اراده نه لري او هڅه کوي، په دې اړه شته خنډونه او ستونزې حل کړي.

بهرنيو چارو وزرات درې ورځې وروسته  په داسې حال کې د امنيت شورا د انديښنو په اړه خبرپاڼه خپروي،چې يادې شورا د غړو هېوادونو په ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه ژوره انديښنه ښودل شوې وه،چې افغان ښځې د کار او زده کړو کولو له حق محرومې دي.   

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist