Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لوګر والي: خلکو د ترسره شویو چاپو په اړه شکایتونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/28

 د لوګر والي مولي عنایت الله شجاع  د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۶ مه» په  مرکز پل علم کې له نظامه د خلکو د ملاتړ یوه غونډه کې وویل، د ماموریت له پیله تر دا مهاله یې دغه ولایت کې ورته د ترسره شویو چاپو په اړه خلکو شکایتونه کړي دي.

 شجاع وایي،د خلکو پر کورونو د چاپو پر اچولو خوښ نه دی،خو ډېری وخت وسله وال ځواکونه اړ کېږي،چې پر ځېنو اهدافو چاپې ووهي.

شجاع زیاته کړه:« زما د مامویت په وخت کې چې کوم ځای چاپه تللې،د هغه ټولو کلیو خلکو موږ ته شکایت کړی دی،خو  طالب هم اړ دي،خامخا به داسې یو ځای چاپې ته ځي. خو دا حالت رامنځته کول نه دي په کار .»

شجاع  خپلو خبرو کې په بېلابېلو نومونو یو شمیر  د دولت ضد وسله والې ډلې وغندلې او وې ویل، دې خلکو مخکې له پردیو او غیر مسلمو ځواکونو سره مرسته کوله.

ولسي خلکو له نظامه د ملاتړ غږ پورته کړ،خو د ازرې او یو شمیر نورو سیمو خلکو د ټولنیزو ستونزې د هواري غوښتنه یې هم وکړه .

د لوګر یو تن قومي مشر وايي:«  له اسلامي امارته مې هېله ده،چې خپل ولس په رسمیت وپیژني او ولس باید اسلامي امارت په رسمیت وپیژني. ولس او اسلامي امارت چې سره وروڼه شي،که بهرنیان موږ په رسمیت پيژنې،هم ګټه نه شته که نه مو پیژني هم ګټه یې نه شته دی.»

د لوګر یو بل قومي مشر بیا وايي:« د ازرې ولسوالۍ لاره تیرو کلونو کې تړلې وه،خلک له سختو ستونزو سره مخامخ و،د ازرې لاره باید خلاصه شي. هلته خلک نور په محرومیت کې باید ژوند ونه کړي.»

په تیرو۲۰  کلونو کې د ازرې ولسوالۍ ځمکنۍ لارې تړلې وې،د حکومت امنیتي ځواکونو به اکمالات د هوا له لارې کول او خلک به ډېری وخت د خوړو له کموالي سره مخ و او د پوهنې روغتیا برخه کې یې ګڼې ستونزې درلودې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist