Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کتاب پلورنځي: کندهار کې د کتاب پلورنې بازار له جدي رکود سره مخ دی

کتاب پلورنځي: کندهار کې د کتاب پلورنې بازار له جدي رکود سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

د ځوانانو ترمنځ د مطالعې لېوالتیا کمېدو د کندهار کتاب پلورنځیو بازار تر بل هر وخت سوړ کړی.

په دې ورځو کې د پخوا په پرتله د کتاب اخستونکو شمېر د پام وړ کم شوی او کتاب پلورونکي د پېرېدونکو له نه لرلو شکایت کوي.

کتاب پلورونکی میرویس وايي: « پخوا ښه وو، کتابونه خرڅېدل او خلکو مطالعه کوله، خو اوس په سلو کې پنځوس کم شوي، مشتریان نه شته او څوک د کتاب مطالعې ته وخت نه ورکوي. ډېری ځوانان په ګېمونو او خواله رسنیو بوخت دي؛ ځکه زموږ مشتریان کم شوي.»

کتاب پلورونکی بشیراحمد وايي: « له دې وړاندې زموږ پښتو او د مطالعې نور کتابونه ډېر زیات خرڅېدل، یعنې له هرو سلو کتابونو ۹۰ هغه خرڅېدل. ویلی شم چې اوس دا فیصدي ۳۰ ته راښکته شوې؛ له دولت غوښتنه کوو چې خلک د کتاب مطالعې ته وهڅوي.»

له ټولنیزو رسنیو ډېره استفاده او په دې برخه کې د ځوانانو تر ډ‌ېره بوختیا دوی له کتابي مطالعې را ګرځولي.
 د ښوونیزو چارو پوهان د کتاب مطالعې برخه کې مور اوپلار هم مسوول بولي او وايي، والدین باید خپل اولادونه کتاب لوستنې ته وهڅوي او زمینه ورته برابره کړي.
کندهار کې د ښوونیزو چارو فعال عبدالمتین صالح وايي: « دلته میندې او پلرونه د خپلو اولادونو پوښتنه نه کوي او نه ګوري چې دوی په ټیلفونونو کې څه ګوري. زموږ ډېری ځوانانو د مطالعې وخت د فلمونو کتلو او ګېم وهلو ته ورکړی. باید په دې اړه عامه پوهاوی وشي، د تعلیم کچه لوړه شي او هرڅوک په زده کړو بوخت شي.»

په ورته مهال، د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره يې د کتابونو د نندارتونونو په ګډون بېلابېل پروګرامونه په پام کې نیولي.

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او هنر آمر عبدالشکور څپاند وايي: « موږ په راتلونکي کې د کتاب نندارتونونو جوړولو په ګډون، یو شمېر پروګرامونه لرو. همدارنګه، په پلان کې ده چې په ولسوالیو او کلیو کې هم کتابتونونه جوړ کړو، ترڅو ځوانان د مطالعې په ارزښت پوه او د کتاب لوستلو ته مخه کړي.»

د یادونې وړ ده چې د یوې تازه سروې له مخې، له ۵۰ سلنې څخه ډېرو ځوانانو ویلي چې په وروستیو کلونو کې یې د مطالعې لېوالتیا کمه شوې او د ټولنیزو رسنیو پراخه کارونه د کتاب لوستلو څخه د دوی د لرې کېدو یو مهم لامل دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist