د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې افغانستان د پخوانۍ ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.
وېسټ د اسلامي امارت د مشرتابه له دې پریکړې هرکلی وکړ،چې عبدالله ته یې اجازه ورکړې،چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
ویسټ ویلي، په دغه ناسته کې یې له ډاکټر عبدالله سره د افغانستان د راتلونکي او له نړیوالې ټولنې سره د نوي حکومت د اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.
د ویسټ او عبدالله په دې لیدنه کې په ټولنه کې د ښځو د ونډې او هغوی ته د حق ورکولو په تړاو هم پراخې خبرې اترې شوې دي.
دغه راز وېسټ ویلي،چې هڅه کوي،نورو سیاسیونو سره هم مذاکرات وکړي.