Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قیصر: د پنجاب حکومت د سیاسي اهدافو لپاره د خیبرپښتونخوا اقتصاد ځپلی

قیصر: د پنجاب حکومت د سیاسي اهدافو لپاره د خیبرپښتونخوا اقتصاد ځپلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

د پاکستان په پارلمان کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، د دې هېواد پوځي رژيم د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د خيبر پښتونخوا اقتصاد په تدریجي ډول کمزوری کړی.

قیصر افغانستان او منځنۍ اسیا ته د سوداګریزو لارو تړل د دې سیمې له خلکو سره ښکاره ظلم بللی او زیاته کړې یې ده چې خيبرپښتونخوا ته د یادو لارو د تړل کېدو له امله د خلکو کاروبارونه له منځه تللي او مخ پر ودې صنایع هم له سقوط سره مخ شوي.

نوموړي د پاکستان اقتصادي پالیسي پر دوه ګونې چلن ولاړې يادې کړې چې په خبره يې، له یوې خوا نوي ډهلي سره د ژورو اختلافونو او په ایران کې د جګړې له امله پر ناسم وضعیت سربېره، سوداګري نه ده درول شوې، خو په ورته مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي: « مهرباني وکړئ له زموږ سره دا ظلم مه کوئ او سیاسي غچ مه را څخه اخلئ. تاسو له هند سره سوداګري کوی که نه؟ د واګې پوله مو پرانستې ده که نه؟ له ایران سره پر جګړې او کړکېچونو سربېره هم سوداګري روانه ده.»

اسد قیصر له اسلام‌اباد غوښتي چې له کابل سره دې ستونزې له ډېپلوماټیکو چینلونو حل کړي او یا د پښتونخوا مشرانو او مخورو ته وخت ورکړي چې خپلې ستونزې د جرګو له لارې حل او فصل کړي.

د دې ترڅنګ، په پاکستان کې د حکومت اپوزيسيون هم د یاد هېواد پر اقتصادي پالیسو او تګلارو توندې نیوکې کړې او وياند يې ويلي، د پاکستان لومړي وزیر او نورو پوځي او ملکي چارواکو هېڅکله د ولسونو د خوندیتوب او هوساینې لپاره کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

د حکومت اپوزیسيون ویاند محمد زبیر عمر ویلي: « ماته داسې ښکاري چې موږ نن د بودیجې پر شمېر او حساب نه بلکې د خلکو د هوساینې او سوکالۍ په اړه خبرې کوو. زه تل له ځانه پوښتم چې زموږ مشران او واکمنه طبقه ولې دومره بې‌پروایي کوي چې د خلکو د هوساینې په اړه ان خبرې هم نه کوي. تاسو خپله فکر وکړئ چې څو ځله مو لیدلي چې لومړی وزیر، ولسمشر یا د هېواد لوړ پوړي مشران د خلکو د ژوند د ښه‌والي او هوساینې په اړه خبرې وکړي.»

شنونکي بیا په دې باور دي چې په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان پوځي واکمنانو د تشدد پالیسي او تګلارو تعقیب به نه یوازې د پاکستان اقتصادي بحرانونه ژور کړي، ورسره همهاله به د دې هېواد پر وړاندې سیمه‌يیز مخالفتونه  نور هم پراخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « ملتونه حق لري چې د پاکستان د اوسني رژیم د پالیسو پر وړاندې احتجاج وکړي یا په دې اړه ګامونه پورته کړي او یا هم له خپل حکومت وغواړي چې د دوی ستونزې ختمې کړي. اوسنی بحراني حالت د پاکستان د حکومت لپاره ښه پایله او اغېز نه شي لرلی.»

بله خوا، د اقتصادي چارو شنونکي بیا د افغانستان او خیبرپښتونخوا ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل د سوداګرۍ کمېدو، صنعت زیانمنېدو او بې‌روزګارۍ زیاتېدا لامل بولي. د دوی په باور، خیبرپښتونخوا له افغانستان او منځنۍ اسیا سره په سوداګرۍ ډېره تکیه لري چې د لارو تړل يې دې سیمې ته ژور اقتصادي بحرانونه زېږوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist