په هېواد کې د ښځو او نجونو په هکله د اسلامي امارت تازه فرمانونه لا هم له نړیوالې نیوکو سره مخ دي او پر نړیوال سټیج غوښتنه دا ده،چې پر یادو پریکړو دې له سره غور وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه په یوه ګډه خبرپاڼه کې افغانستان کې پرښځو د حجاب اجباري کول، پر ښځینه خبریالانو د ماسک اچول، ښځو ته د کار حق نه ورکول او نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو بند ساتل،د ژورې اندېښنې وړ یاد کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د ښځو په برخه کې د اسلامي امارت تازه پریکړې له نړیوالې ټولنې سره د دوی له کړیو ژمنو سرغړونه ده او باید له سره پرې بیا کتنه وشي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي له طالبانو غواړي،چې د ښځو برخه کې خپلې وروستی پریکړې ژر تر ژره واخلي. دا پریکړې د افغان ښځو او مېرمنو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي. د شورا غړو ټینګار وکړ،چې طالبان باید پر خپلو ژمنو ودریږي او له ځنډ پرته د نجونو ښوونځي پرانیزي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له خوا د ځینو کمیسیونونو او ادارو منحل کول هم غندل شوي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستۍ خبرپاڼې هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې نړۍ د اسلامي امارت د پالیسو پر بیا غور کې واحد دریځ لري.
وېسټ زیاته کړې:« نړۍ په دې برخه کې چې له طالبانو د دوی پر وروستیو پالیسو د بیا غور غوښتنه کړې واحد دریځ لري. نړۍ همداراز بشري فعالانو ته د آزادې لاسرسۍ غوښتنه کوي او پر اقتصادي باثباتی د تمرکز دوام غواړي.»
اخوا پاکستان بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړل کېدل له افغانانو سربېره د خپل هېواد لپاره هم ګواښ بولي او وایي،ښایي په پاکستان کې د افراطیت پراخېدو لامل شي.
بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیره حنا رباني کهر وايي: « دا چې زموږ پولې ته نږدې په یو، هېواد کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي،دا تر واشنګټن او بل ځایه موږ یانې پاکستان تر ټولو ډېر ګواښي. موږ له دې سترګې نه شو پټولی. ځکه دا چاره کولی شي،چې افراطیت او افراطي فکرونه تر پولو ځان راورسوي او له پولو هم واوړي،لکه څنګه چې په تېر کې هم شوي دي.»
د نجونو ښوونځیو پرانېستلو په تړاو که څه هم اسلامي امارت ویلي، میکانیزم وروستي کېدو ته نږدې دی، خو نیوکې دي،چې دې کورنۍ موضوع د افغانستان پر بهرنیو اړیکو منفي اغیز کړی او د رسمیت پیژندنې او نړیوال تعامل په څېر پر مهمو موضوعاتو د بحث ځای یې نیولی دی.
غوښتنې دا دي،چې اسلامي امارت دې د ښځو حجاب او نجونو ښوونځي د خپلمنځي خبرو تمرکز ورګرځوي او په اوس کې اړتیا ده،چې له نړیوالو سره د بحث محور نړېوال مشروعیت او سیاسي او اقتصادي اړیکې واوسي.