راپورونه وايي، په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د پنجشنبې پر ورځ امنیتي کنفرانس جوړېږي.
ټاکل شوې ده،په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې کوربتوب یې تاجکستان کوي، د سیمې هېوادونه به په پکې د افغانستان په تړاو خبرې وکړي، چې مهمه اجنډا یې د افغانستان روان وضعیت، امنیت او پر سیمه یې اغېز ښودل شوی.
کنفرانس کې به له تاجکستان سربېره د هند، روسیې، چین او ایران استازي ګډون کوي.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده،چې په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت له اړخه استازی غوښتل شوی که او نه، خو اسلامي امارت وړاندې ویلي، ټولې هغه ناستې چې د افغانستان په خیر وي، هرکلی یې کوي.