Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/15

د تخار نمک آب ولسوالۍ اړوند ځینې سیمې د مالګینو اوبو له امله شاړې او له کرنیزو حاصلاتو پاتې شوې دي.

د دې ځای اوسېدونکي وايي، د مالګو کانونو غیرمعیاري کان کیندنو يې ځمکې او کرنیز حاصلات زیانمن کړي.

د دوی په خبره، د مالګو اوبه پر کرنیزو ځمکو ور برابرې شوې چې له امله يې هېڅ ډول کښت په کې نه کېږي.

دوی دغه راز وايي، په دې سیمه کې د مالګې کانونه دې داسې شرکتونو ته د استخراج لپاره په قرارد ورکړل شي چې په معیاري ډول یې استخراج کړي او د کرنیزو ځمکو د زیانمېدو مخه ونیسي.

د تخار اوسېدونکی بزګر محمد داود وايي: « کله چې دوی مالګه را سپړي، ضایعات یې سیند ته ا چوي او د سیند اوبه ورسره مالګینې شوې دي. دا اوبه موږ پر خپلو ځمکو لګوو، خو اوس یې له امله زموږ ځمکې هم له حاصله  غورځېدلې دي. موږ پر خپلو ځمکو ډېرې پيسې لګوو او زحمت وباسو، خو د مالګینو اوبو له امله هېڅ لاس ته نه راځي.»

یوبل بزګر زلمی وايي: « موږ له دغو غوښتنه کوو چې د مالګې کانونه معیاري شرکتونو ته ورکړي، ترڅو د استخراج پرمهال زموږ اوبه او ځمکې خراب نه کړي.»

په دې ولایت کې د مالګې کان قرارداي شرکتونه هم پر معیاري کان کېندنه ټینګار کوي.

دوی وايي، د مالګې پروسېس کارخونو په جوړېدو سره د دې ډول خپلسرو کان کیندونو مخنیوی کېدای شي.

د قراردادي شرکت مسوول حاجي محمد نبي وايي: « دلته ځینې ځمکې زراعتي دي او دوه فصله کرل کېږي، دغو ځمکو او ونو ته د تروو اوبو له امله زیان اوړي. زه له شرکتونو غواړم چې د ځمکو او اوبو له تخریب لاس واخلي. حکومت هم باید د دې کار مخنیوی وکړي. که له یوې خوا د کانونو استخراج موږ ته ګټه رسوي، له بلې خوا زموږ اوبو او زراعت ته زیان هم رسوي.»

په همدې حال کې د تخار کانونو ریاست مسوولین وایي، تر ډېره بریده يې د مالګې کانونو خپلسري کیندنو مخنیوی کړی او لا هم هڅه کوي چې په بشپړ ډول د استخراج چارې معیاري بڼې ته را واړوي.

د تخار ولایت کانونو ریاست د قراردادونو تنظیم مدیر احمد سجاد منصور وايي: « هغه مالګې چې خلک یې په دودیزه بڼه استخراجوي، دا د رسوب په بڼه استخراج او بیا پروسېس کېږي. سږ کال د تخار ولایت د کانونو ریاست له خوا  د دې کار مخنیوی شوی؛ دا موضوع د کانونو وزارت له رهبرۍ سره هم شریکه شوې ده. په دې اړه یو شمېر پلانونه تر کار لاندې دي او د هغو فعالیتونو مخه به نیول کېږي چې په خپلسري ډول روان دي.»

تخار د هېواد په شمال ختیځ زون کې له هغو ولایتونو دی چې د طبیعي زېرمو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

د دې ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په تخار کې شاوخوا اته سوه بېلابېل کانونه شته چې د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي پرمختګ لپاره ارزښتناکې شتمنۍ بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist