Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/11

اسلامي امارت د هېواد پر درېیو ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د چهارشنبې شپې هوايي بریدونه ستر بشري جنایت بللی او وايي، پاکستان په دغو بریدونو سره نه یوازې هوايي حریم نقض کړی بلکې د افغانستان پر خپلواکۍ یې تېری هم کړی.

د پاکستان د پوځي رژیم جیټ الوتکو  چهارشنبې شپه په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وکړو کورونه بمبار کړي چې په کې ۱۱ماشومان، یوه ښځې او یو سړی شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دې بریدونو کې شاوخوا ۱۴ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: « د دې بریدونو قربانیانو کې ۱۱ ماشومان، یوه مېرمن او د پاخه عمر یو کس شامل دي.  په همدې ډول، په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴کسه نور ټپیان شوي هم دي. موږ په سختو ټکو سره دا بشري جنایت او د تېري عمل غندو.»

بله خوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان د هوایي حریم نقض او د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو وژل په سختو ټکو غندلي.

حامد کرزي په دې پیغام کې پاکستان ته ګوت څنډنه کړې او ویلي دي چې د افغانستان او سیمې په وړاندې د خپلو ناسمو سیاستونو سره کوم څه نه شي ترلاسه کولی.

پخواني ولسمشر زیاته کړې: « د پاکستان ګټې په دې کې نغښتې دي چې د افغانستان پر وړاندې د جنګ او تباهۍ له سیاسته لاس په سر شي. پاکستان باید د دغو پالیسو پر ځای له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه متمدنې اړیکې وپالي.»

په همدې حال کې د بشري حقوقو نړیوال بنسټ بیا هم په دې ډول بریدونو کې د ملکي وګړو په خوندیتوب ټینګار کړی او په دې برخه کې یې هر ډول بې پروايي له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بللې.

له دې سره، یاد بنسټ له ملګرو ملتونو، د جرمونو له نړیوالې محکمې او نورو همکاره سازمانونو غوښتي چې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونه دې په جدي توګه وڅېړي.

د بشري حقوقو نړیوال بنسټ د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « موږ په بېړني ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا،  د نړیوالې جنایي محکمې په ګډون د اړوندو نړیوالو او سیمه ییزو بشري حقونو مکانېزمونو څخه غوښتنه کوو چې دا پېښې وڅېړي، د ملکي وګړو د زیان شواهد ثبت کړي او  مسوول کسان حساب ورکونه باوري کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان فضایي حریم نقضوي او د ملکي وګړو پر کورنو بمباري کوي بلکې تر دې مخکې یې هم لسګونه ځله د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او  سلګونه ملکي وکړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د تېر زېږدیز کال د اکټوبر میاشت کې له هغه وروسته چې د کابل او اسلام اباد اړیکې خړې شوې او  د دواړو لورو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې پیل شوې، د پاکستان پوځي رژیم څو څو وارې د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او د ملکي وګړو کورونه یې بمبار کړل.

په دې بمباریو کې په ګڼ شمېر بې ګناه ملکي افغانان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، شهیدان شوي او  ګڼو نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال، له ۱۰۰ زرو زیات کسان د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist