Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بریټانیا پارلمان یوه کمېټه: له افغانستانه د بریټانوي ځواکونو وتلو بهیر کې سیستماتیکې ناکامۍ موجودې وې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/25

د بریټانیا یوې پارلماني کمېټې،له افغانستانه د بریټانوي ځواکونو د وتلو بهیر په تړاو خپلې موندنې خپرې کړې.

د یادې کمېټې موندنې ښيي په ‌دې لړ کې د استخباراتو،ډیپلوماسۍ او پلان جوړولو برخه کې سیستماتیکې ناکامۍ موجودې وې.

دپارلمان وکیلان وايي، په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګوله،د خلکو اېستلو بهیر کې شته ګډوډۍ احتمالاً د انساني ژوند په بیه تمامېده.

دوی وایي،کله چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګوله،د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب او د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن په رخصت تللي ول. 

بریتانیا پارلمان کې د بېلا- بېلو ګوندونو ګډې کمېټې راپور یوه برخه:«هغه مهال چې کابل سقوط کاوه، پر رخصتیو د بهرنیو چارو وزارت مهمو مشرانو تلل،په ملي کچه د بېړني وضعیت پر مهال د مشرتابه کنټرول څرنګوالی او د جدیت نشتوالی ښيي.» 

د بریټانیا اپوزیسیون د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي هم د پارلماني کمېټې څرګندونې تائید کړي او حکومتي چارواکي یې مسوول ګڼلي دي.

لامي زیاته کړې:«له افغانستانه د خلکو اېستلو لړ کې د حکومت ټنبلي، ې کفایتي او د چارو ناسم سمبالښت په ګوته کوي. د بوریس جانسن حکومت د بریټانیا شهرت پر نړیواله کچه راښکته کړی دی.» 

نړیوال ځواکونه د ۱۱ سپتمبر له پېښو وروسته،چې په اړه یې القاعده پړه ګڼل کیده، افغانستان ته راغلل او د اسلامي‌امارت واکمني یې ړنګه کړه،خو دا ځواکونه داسې مهال د  ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې پر ۳۰ مه په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل،چې اسلامي امارت  یې له وتلو ۱۵ ورځې وړاندې کابل نیولی و.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist