Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي

د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/10

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ټاپي پروژې د هرات فاز ودانیزې چارې تر دې مهاله شاوخوا ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند په خبره، د پروژې په چوکاټ کې تر اوسه۸۰ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې او د نل‌لیکې لپاره ۱۲۶ کیلومټره مسیر چمتو شوی دی.

همایون افغان زیاته کړې، د پروژې اړوند ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی او ۳۶.۳ کیلومټره نل‌لیکه په ځمکه کې لاندې خښه کړای شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي: « تر دې دمه ۸۰ کیلو متره نل‌لیکه غځول شوې، د نل‌لیکې لپاره شاوخوا ۱۲۶ کیلو متره مسیر یا دهلېز چمتو شوی، د نل‌لیکې ۱۰۸ کیلومتره نښلوونکی او نظارتي سړک جوړ شوی، د نل‌لیکې د خښولو په موخه د ۵۱ کیلو مترو په اوږدوالي جرکیندنه شوې او ۳۶.۳ کیلومتره نل‌لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. همدارنګه تر دې دمه ۷۲.۳ کیلومتره نوره نل‌لیکه د پروژې ساحې ته رالېږدول شوې ده.»

همایون افغان دغه راز وايي، د پروژې چټک تطبیق په موخه ۷۲.۳ کیلومټره نوره نل‌لیکه هم د کار ساحې ته لېږدول شوې.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی. له ترکمنستانه تر هند پورې د ګازو په دې نل لیکه کې به هر کال ۳۳ میلیارد متر مکعبه مايع ګاز ولېږدول شي.

له دې اندازې ګازو به پنځه میلیارد متر مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې برخه به یې په مساوي ډول پاکستان او هندوستان ته ځي.

د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « ټاپي د افغناستان له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي چې له قوش تېپې کانال څخه وروسته به د افغانستان لپاره ډېره مهمه او حیاتي پروژه وي. دا پروژه له اقتصادي پلوه او دغه راز له نورو هېوادونو سره په امنیتي برخه کې د افغانستان لپاره اعتبار جوړونه کوي.»

اټکل دا دی چې د ټاپي پر پروژې لس میلیارد ډالره لګښت راشي او د شوې هوکړې له مخې به هر کال افغانستان ته ۴۵۰ میلیون ډالره د ټرانزیټ فیس په توګه هم ورکول کېږي.

د چارواکو په خبره، په دې پروژې کې به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه خلکو ته پیدا شي او دغه راز به افغانستان وکولی شي له ګازو څخه د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره برېښنا هم تولید کړي.

د چارو څارونکي ټاپي په سیمه کې یوه مهمه او اغیزناکه پروژه بولي او وایي، له دې پروژې سره د افغانستان اقتصاد غوړېږي او د لا ډېرې نړیوالې پانګونې جذب ته زمینه برابروي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدلنصیر رښتیا وايي: « ټاپي یوه ستره سیمه ییزه پروژه ده. کله چې دا پروژه په حرکت پیل وکړي، تر ټولو مهم ارزښت یې په افغانستان کې د نړیوالو پروژو پلي کېدنه ده. د دې پروژې له تطبیق سره به د ټاپ، کاسا زر، افغان ټرانس او نورې فایبر په څېر نورې پروژې هم حرکت وکړي.»

د ټاپي پروژې فکر شاخوا ۲۷ کاله مخکې پیدا شو. په ۲۰۱۰ کال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د ټاپي پروژې د پیل لومړۍ هوکړه لاسلیک شوه، خو عملي چارې یې د ۲۰۱۵ کال په پای کې په ترکمنستان کې پیل شوې.

د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist