د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د ګیلاسو بڼونه په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیات شوي او د وختي پخېدو له امله، د بڼوالو لپاره په یوه عایداتي مېوه بدله شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال هرات کې له ۲۸ زره هکټاره زیات د مېوو بڼونه شته چې له ډلې يې د الوګیلاسو باغونه په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیات شوي دي.
د مسوولینو په وینا، الوګیلاس په کرخ، گذره، چشت شریف او د هرات په یو شمېر نورو سیمو کې کرل کېږي.
د هرات کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیراحمد احمدي وايي: « په وروستیو څو کلونو کې په ځانګړې توګه کرخ، چشت، اوبه او ګذره ولسوالیو کې د آلو ګیلاسو باغونه جوړ شوي. دلته توت او آلو ګیلاس تر نورو مېوو ژر پخېږي او دا چې هغه مهال نورې مېوې په بازار کې نه وي، په ښه بیه پلورل کېږي.»
ځايي مسوولین وايي، د دې مېوې بوټي تر ډېره له ګاونډي ایرانه راوړل کېږي او په خبره يې، تر اوسه د دې ولایت په اړوندو ولسوالیو کې ښه پایله هم ورکړې ده.
د کرخ ولسوالۍ د نباتاتو ساتنې مدیر فرید احمد نوري وايي: « د بڼوالۍ په برخه کې هغه مېوې چې تر ټولو ښه پایله یې ورکړې، انګور، زردآلو، شفتالو، بادام، آلو ګیلاس او پسته دي.»
بله خوا، بڼوال وایي چې د الوګیلاسو کر د ډېرو نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله زیات عاید لري. د دوی په خبره، په کلني ډول له هر جریب ځمکې څخه تر ۳۰۰ زره افغانیو عاید ترلاسه کوي.
بڼوال عزیزالله وايي: « دا موږ زموږ په سیمه کې آلو ګیلاس تر ټولو ښه نتیجه لري. یو جریب ځمکه کولی شي ۳۰۰ زره افغانۍ عاید ورکړي.»
الوګیلاس د هرات له هغو نویو او عایداتي مېوو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې یې روزنه د پام وړ پراخه شوې.
د هرات مناسب اقلیم، د دې مېوې وختي پخېدل او په بازارونو کې ورته لوړه تقاضا د دې لامل شوې چې ګڼ شمېر بڼوال د دودیزو محصولاتو په ځای، د الوګیلاسو بڼونو جوړولو ته مخه کړې.