Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/08

ډاکټره ماه نور د کویټې په ملکي روغتون کې د جراحۍ برخې خدمتگاره  د یوه مشکوک کس له خوا داسې مهال تر برید لاندې راغله چې په خپل کار بوخته وه.

د روغتون سرچینو ویلي، په دې پېښه کې د ډاکټرې ماه نور د بدن اویا سلنه برخه په تېزابو سوځېدلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، مشکوک کس پر ډاکټرې ماه نور باندې د تېزابو له برید وروسته له روغتون څخه وتښتېد، خو د دوی په خبره، وروسته پولیسو ورته ویلي چې مشکوک کس له دوی سره په نښته کې وژل شوی.

د ډان ورځپاڼې راپور په یوه برخه کې  راغلي: « مشکوک کس پر ډاکټرې د تېزابوله اچولو وروسته له روغتون څخه وتښتېده، پولیسو وویل چې دا کس هغه مهال له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو چې د یوه بس له لارې یې د تېښتې هڅه کوله.»

د روغتون سرچینو زیاته کړې،  پولیسو ورته ویلي چې ځان تسلیم کړي،خو هغه د تسلیمېدو په ځای پر پولیسو ډزې کړې او د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی.

دا په داسې حال کې د ه چې نه د روغتون سرچینو او نه هم پولیسو تر اوسه پورې د برید انګیزه ښودلې، خو دومره ویل شوي چې د پېښې په ټولو اړخونو څېړنې پیل شوې دي.

 د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو ویلي، پولیسو له پېښې وروسته سمدستي اقدام وکړ.

بله خوا،  د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ویلي چې برید د روغتون په انګړ کې غرمه مهال شوی.

راپور کې زیاته شوې: « د دې ټولنې په وینا، مشکوک کس د روغتون کارکوونکی و چې د لفټ چلولو مسوولیت یې درلود. مشکوک کس د ډاکټرې د خونې دروازه ټکولې او د هغې له راوتلو سره یې پرې تېزاب شیندلي.»

د ځوانو ډاکټرانو  ټولنې د دې برید لامل امنیتي او اداري غفلت بللی او ورسره جوخت یې د روغتون ډاکټرانو او نور پرسونل خپل کارونه بند کړل او لاریون یې پیل کړ.

یادې ټولنې د روغتیا سکرټر او د روغتون د امنیت مسوول د لرې کولو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که اقدام ونه شي نو سخت  اعتراضونه به پیل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist