Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د سن‌پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د سن‌پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/07

په روسيه کې د اسلامي امارت سفیر، ګل‌حسن حسن، د سن‌پټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې ګډون کړی او د دې فورم په څنډه کې یې پر روسي چارواکو سربېره، د ځينو هېوادونو او سازمانونو له استازو سر پر دوه اړخيزه مسايلو خبرې کړې.

مسکو کې د اسلامي امارت سفارت وايي، په دې کتنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د افغانستان صادراتو زیاتوالي او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحثونه شوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې ليدنو کې د اقتصادي اړیکو د لا پراخېدو، د سوداګریزو فرصتونو د زیاتوالي او د ګډو همکاریو د دوام پر اهمیت هم ټینګار شوی.

په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي: « په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان صادراتو پر زیاتوالي او د سیمه‌ییزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې. دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پراخېدو او د ګډو همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، له روسیې سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ، د اقتصادي اړيکو پراختيا هم مهمه ده او په باور يې، روسیه د افغاني توکو لپاره یو مناسب، پراخ او نسبتا ارزانه بازار دی چې د شنونکو په خبره، کولی شي د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو ودې لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « روسیه د افغانستان لپاره د مارکېټ په برخه کې او دغه راز د افغان محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې یو ډېر مهم او لوی بازار دی. له روسیې سره د افغانستان اړیکې کولی شي افغاني محصولات لکه وچه مېوه، غالۍ، قېمتي بوټي او قېمتي ډبرې دې هېواد ته صادر کړي.»

شنونکي زیاتوي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي، ټرانزیټي او سوداګریزې اسانتیاوې لا ډېرې شي، نو افغان سوداګر به وکولی شي وطني محصولات په ښه ډول د روسیې بازارونو ته ورسوي او له دې لارې به د افغانستان اقتصادي فعالیتونه او صادرات هم پیاوړي شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: «روسیه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په اوسني وضعیت کې په ټولو برخو کې خپل تاثیرات لري او کولی شي په راتلونکو سیاسي او اقتصادي حالاتو کې فوق العاده رغنده رول ولوبوي.»    

د شنونکو په خبره، د روسیې بازارونو ته د افغانستان لاسرسی کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زياته او د پانګونې لپاره نوي فرصتونه برابر کړي. دوی دغه راز ټینګار کوي چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا هم د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist