Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوزبېکستان د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې عملي چارې پیلوي

اوزبېکستان د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې عملي چارې پیلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/07

اوزبېکستاني رسنیو د دې هېواد پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له قوله ویلي، د افغان-ټرانس رېل پټلۍ پروژې د تخنیکي، اقتصادي او عملي سروې چارې فعال پړاو ته داخلې شوې.

شوخروخ ګلیاموف د ترمذ ډیالوګ په دویمه ناسته کې د دې پروژې پر تطبيق ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د ارزونې عملي چارو له بشپړېدو وروسته به یې معلومات له مشترک المنافع هېوادونو سره شریک کړي.

نوموړي د افغان-ټرانس پروژه چې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره تړي، د سیمې له مهمو سټراټیژیکو او تاریخي پروژو څخه بللې او دا نوښت یې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا کې مهم پرمختګ یاد کړی.

ګلیاموف زیاته کړې: « موږ د دې پروژې د اقتصادي، عملي او تخنیکي ارزونو یا امکان سنجونې چمتو کولو فعال پړاو ته داخل شوي یو. موږ خپلې ډلې ته دنده سپارلې ده چې د روان کال تر پایه حکومتونو ته کره شمېرې او معلومات وړاندې کړي، ترڅو روښانه شي چې دغه پروژه په راتلونکې کې څنګه پر مخ ولاړه شي؟»

نوموړي دا هم ویلي چې دا پروژه به یوازې په یوه مسیر پورې محدوده نه وي بلکې په راتلونکي کې به په افغانستان کې دننه یوه پراخه ټرانزیټي شبکه هم را منځته کړي.

د اوزبېکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وايي: « موږ دې دهلېز ته یوازې د یوې کرښې په سترګه نه ګورو. په راتلونکي کې دا کولی شي په افغانستان کې له یوه بل سره د تړلې ټرانسپورټي شبکې بڼه خپله کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو  لپاره دا پروژه افغانستان ته حیاتي ارزښت لري او په خبره يې، دې پروژې په تطبیق سره به له یوې خوا افغانستان اقتصادي پرمختګونه ولري او له بل لوري به د ټرانزیټي پل په توګه خپل موقعیت پیاوړی کړي.

افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې لپاره درې اړخیز تړون لاسلیک کړ.

د ریل پټلۍ دا پروژه به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو او د جنوبي اسیا له بازارونو سره ونښلوي. د دې پروژې ٥٧٣ کیلومټره برخه د افغانستان په خاوره کې پلې کېږي چې له مزار شريف،  بغلان، بامیان او کابل څخه په تېرېدو به له پېښور سره وصل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist