په غزني ولایت کې روغتیايي مسوولین وايي، واکسیناتورانو ته یې د کار د اسانتیا لپاره موټرسایکلونه ورکړي دي.
دوی وايي، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف له لوري شوې ده.
یونیسف د غزني ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو موټرسایکلونه وېشلي دي.
غزني کې چارواکو د دغو موټرسایکلونو شمیر ۱۳۳ یاد کړی دی.
روغتیايي مسوولین وايي،هڅه یې دا ده،چې د واکسیناتورانو ژوند خوندي او کار ته یې اسانتیاوې رامنځته شي.