Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان کې ډزې کوونکي سیلانیان نیول شوي

نورستان کې ډزې کوونکي سیلانیان نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/01

کونړ او نورستان پر طبیعي زرغونو درو، دنګو غرونو، سړې هوا او بهاندو سیندونو باندې پوښل شوي چې د اختر په شپو او ورځو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د ورغلو زرګونو سېلانیانو کوربه وي.

خو د شنې په ورځ د نورستان ولایت مقام وايي، د اشټیوي په تفریحي سيمه کې د سیلانیانو له لوري د هوایي ډزو له امله یو ځايي اوسېدونکی وژل شوی.

د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده پېښه کې ښکېل کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او ترې پوښتنې روانې دي.

خبرپاڼه زیاتوي: « د نورستان ولایت مرکز اړوند د اشټیوي په تفریحي ساحه کې د ځینو سیلانیانو له لوري د هوایي ډزو په نتیجه کې یو تن د سیمې اوسېدونکی زین اسلام شهید شوی چې د امنیتي ځواکونو له چټک اقدام وروسته په پېښه کې ښکېل کسان نیول شوي او دا مهال د نورستان امنیه قومندانۍ له لوري تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي.»

له اختر وړاندې نورستان ته له ورتلونکو سیلانیانو غوښتل شوي وو چې د تفرېح په موخه پارون ته له ننوتونکو کسانو به هر ډول وسله اخستل کېږي او امنيتي کسانو ته لارښوونه شوې وه چې په سیل‌ځايو کې وسله له موټر ښکته نه کړي.

د نورستان والي وياند فریدون صمیم وايي: « نورستان ته له مسلح راتلو څخه ډډه وکړئ. که چېرې تاسو وسله لری، نو وسلې مو په دخولي دروازه کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړئ. بله خبره دا ده چې نورستان کې تر ډېره د خلکو شخصي ځمکې او چمنونه دي او تاسو باید خپلې مېلې او تفرېح په هغو ځایونو کې وکړئ چې تاسو ته ښودل کېږي. د خلکو په کروندو کې له ګرځېدو ډډه وکړئ، ترڅو د چا فصل ته زیان ونه رسېږي. دلته راتلونکي سیلانیان باید د نورستان له څپاند سیند او ډنډونو څخه لرې اوسې او یا احتیاط وکړي.»

بله خوا، کونړ کې سیلانيانو ته د عامه پوهاوي او چکرځايونو ته د تګ لپاره د لارښود پاڼې وېشل شوې دي. مسوولین وايي، دا کار سيل‌ځايونو ته د سیلانيانو تګ اسانوي او لازمو تدابیرو نيولو ته يې متوجه کوي.

د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر منیب‌الله شاکر وايي: « د کونړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام  په ګډون کمېټه جوړه شوې چې دلته راتلونکي سیلانیان ثبت کړي او د هغو سیمو په اړه لارښونه وکړي چې د سیلانیانو لپاره ټاکل شوې دي. همدارنګه سیلانیانو ته داسې پاڼې هم سپارل کېږي چې په کې خطر لرونکي ځایونه معرفي شوي دي.»  

ځينې شنونکي د وسلې پر ګرځولو د محدوديت لپاره په برابره توګه د قانون پر تطبيق ټينګار کوي او د امنيتي کسانو په شمول له سېلانيانو غواړي چې سيل‌ځايونو کې دې وسلې نه ګرځوي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ  وايي: « دلته پنځوس کاله جګړه تېره شوې، ډزې کول او وسله ګرځول د خلکو لپاره د فرهنګ یوه برخه ګرځېدلې. خلک او مسوولین باید د وسلو له ګرځولو او هر ځای ډزو کولو څخه ډډه وکړي.»

د ختيځو ولايتونو اوسېدونکي په نورستان کې وروستۍ پېښې ته په اشارې له سیلانيانو غواړي چې يوازې د چکر لپاره دې ورشي او وسلې دې نه ور وړي.

د سیمې اوسېدونکی سجاد امیري وايي: « موږ له سیلانیانو غوښتنه لرو چې کله زموږ سیمو ته په چکر راځي، وسلې دې نه راوړي، د سیل او چکر پرمهال وسلو ته هېڅ اړتیا نه شته.»

ځايي اوسېدونکی عبدالله ساپی وايي: « زما غوښتنه دا ده چې مشرقي ته په سیل راتلونکي کسان دې وسلې له ځان سره نه راوړي. د دې وسلو له امله ولسونو ته ستونزې جوړېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د ننګرهار، کونړ او نورستان په شمول د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د تګ راتګ لړۍ پراخه شوې او سلګونه زره کورنيو او بهرنيو سیلانیانو د اختر په ورځو شپو کې ترې ليدنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist