له هغه وروسته چې د کابل او مسکو ترمنځ د پوځي- تخنیکي همکاریو هوکړه لاسلیک شوه، د افغانستان یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره اندېښنې پیدا شوې، خو افغانان دغه اندېښنې بې ځایه ګڼي او د خپلو دفاعي او امنیتي وړتیاوو لوړوالی د افغانستان اصولي حق بولي.
شنونکي وايي، له روسیې سره د پوځي- تخنیکي همکاریو هوکړې لاسلیک د افغانستان وسلهوال پوځ د پیاوړتیا په برخه کې مهم او مثبت ګام دی او افغانستان هم لکه د نورو هېوادونو په څېر حق لري چې پر پیاوړو او پرمختللیو پوځي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ سمبال ځواک ولري.
شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « روسیې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست سفر او هلته له روسي چارواکو سره د تخنیکي همکاریو هوکړې لاسلیکول د افغانستان په داخل او بهر کې ګنګوسې راپورته کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو ساتلو لپاره پياوړي ځواکونه او تجهیزات ولري. دفاع وزرات هم وايي چې دا هوکړه نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی، همدارنګه دا یو نظامي تړون نه بلکې د همکاریو هوکړه لیک دی چې له مخې به یې افغانستان کې له روسانو پاتې وسایل ورغول شي.»
د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « افغانان حق لري چې د خپل هېواد ساتنې لپاره امنیتي ادارې تقویه کړي، د افغانستان ملي دفاع وزارت تقویه کړي او د اوسني عصر اړتیاوو ته په کتو، عصري تجهیزات ولري. د نړۍ او سیمې شرایط هم ایجابوي چې افغانستان یو قوي وسله وال پوځ ولري. دغه کار د هېچا په ضد نه دی بلکې هدف یوازې د افغانستان او افغانانو دفاع ده.»
شنونکي دا هم وايي چې په نظامي برخه کې له روسیې سره د همکاریو تړون د افغانستان په ګټه دی او یوازې هغه هېوادونه یې مخالف دي چې نه غواړي افغانستان ځواکمن پوځ ولري.
د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « روسیې ته د دفاع وزیر تګ او هلته د امنیتي او دفاعي مسایلو په تړاو د هوکړې لاسلیکول د افغانستان او ولس په ګټه دي. په دې اړه اندېښنې یوازې پروني جنایتکاران او پاکستان لري؛ ځکه چې دوی نه غواړي افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي. دا چې دفاع وزیر وویل پاکستان به له دې وروسته پر افغانستان د برید کولو جرئت ونه کړي، دا د دې ولس لپاره لوی کار دی.»
د شنبې په ورځ ملي دفاع وزیر د روسیې له سفره د بېرته راګرځېدو پرمهال هوايي ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ډاډ ورکړ چې د کابل او مسکو ترمنځ شوې هوکړه دفاعي او امنیتي تړون نه بلکې په پوځي برخه کې د تخنیکي همکاریو هوکړه ده چې د افغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره لاسلیک شوې.
ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي: « دا یوه نظامي او تخنیکي توافقنامه ده او د نظامي چارو پوهان پرې پوهېږي. دا یو دفاعي او امنیتي تړون نه دی چې په اړه یې څوک تشویش ولري. دا هوکړه یوازې د افغانستان د ګټو لپاره شوې او په کې موږ او دوی د نظامي تخنیک په برخه کې له یوبل سره همکاري ولرو. لکه څرنګه چې تاسو وینی زموږ هېواد دفاع ته اړتیا لري او موږ له همدې امله شپه او ورځ هڅه کوو چې د خپل هېواد دفاع وکړو.»
له سیاسي پلوه هم دا هوکړه د افغانستان لپاره مهمه یادېږي. شنونکي وايي، له روسیې سره د پوځي- تخنیکي همکاریو رسمي هوکړې لاسلیکول د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو سره هم مرسته کولی شي او باید په سمه توګه مدیریت شي .
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « افغانستان په سیمه کې د روسیې لپاره یو مهم دولت دی او نه یوازې په جغرافیايي لحاظ بلکې په سیاسي لحاظ هم د روسیې د سیاسي نفوذ په ساحه کې دی. افغاني دولتونو هم تل هڅه کړې چې له روسیې سره ښې اړیکې ولري، ترڅو له لوېدیځ سره اړ یکو کې توازن راولي. ښه به دا وي چې له دې پرمختګونو څخه د افغانستان د سیاسي مشروعیت، سیمه ییزې ښکېلتیا، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره ګټه واخستل شي.»
درې ورځې وړاندې په مسکو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې مسکو په افغانستان کې د روسي تجهیزاتو او الوتکو د بیا ترمیم او فعالولو په برخه کې له افغانستان سره نږدې همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې د پاتې امریکايي تجهیزاتو او الوتکو د ترمیم لپاره له واشنګټن سره هم د ورته هوکړې لاسلیک ته چمتو دي.