Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاروالي سږ کال د ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۸۱ پروژې پلې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/19

کابل ښاروالۍ د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲۸ مه» د يوه رسنيز کنفرانس له لارې د روان ۱۴۰۱ کال د پراختیايي پروژو په اړه مالومات ورکړل.

د کابل ښاروال عبدالرشید بلوچ وايي، روان ۱۴۰۱  کال کې د ښار بېلا بېلو سيمو کې ۱۸۱ لویې او وړې پروژې پلان شوي او چار به یې ژر پیل شي.

بلوچ ‌ زیاته کړه:« د ۱۴۰۱ کال لپاره ۱۸۱ پروژې اوسني او تېر کال په موخه پلان کړي دي. په يادو پروژو کې د سړکونو بيارغونه، ترافيکي چارې، ترانسپورټي چارې،ترافيکي زېربېناوې رامنځته کول او د څلور لارو بيارغونه شامل دي.»

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ مشر محمد اصف جلالزی وايي، په دغو پروژو کې د تعلیم، صحت او ترافيکي خدمتونو پروژې شاملې دي او په تطبیق سره به یې ښار کې اسانتیاوې رامنځته شي.

جلالزي زیاته کړه:«  د دې پروژو تطبيق کې پلان لرو،چې د ترافيکي او ترانسپورتي چارو د ښه تنظیم او ښه مديریت لپاره خاصه بوديجه او سروې په پلان کې لرو. همدا رنګه د چاپیریال ساتنې په برخه کې هم خاصې پروژې او خاصه بوديجه لرو.»

د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، په  روان کال کې به دغه ۱۸۱ پروژې له خپلې بودیجې پوره کړي.

هغه زیاته کړه:« په ۱۴۰۱ کابل کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو هدف  اته ميليارده افغانۍ ده. موږ به دا له خلکو راټولو،یانې دا زموږ عواید دي. په دې عوایدو کې تقريباً ۶۱ سلنه  پروژې په پراختیايي پروژو مصرف کوو،چې هغه څلور ميليارده اته سوه دولس میلیونه افغانۍ کیږی. دا موږ بیرته پر ښار باندې مصرف کوو، دغه ۱۸۱ پروژو له دغه پروژو څخه تمويل کېږي.»

کابل ښاروالي زياتوي له داخلي بوديجي کولای شي يوازي د کال په اوږدو کې خدماتي پروژې پلې کړي او د اوږدمهاله پروژو تطبيق له پاره اړينه ده تر څو نړیوال ډونران د تېر په څېر پانګونه وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist