د هرات ښار په ځینو برخو کې د کثافاتو زیاتوالي او د کثافات د انیو کمښت د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، د هرات ښار اکثریت سړکونو، کوڅو، پارکونو او ښوونځیو شاوخوا کې د کثافاتو ډېرانونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي چې ورسره د ښار ښکلا پیکه شوې او په خبره يې، د ګرمۍ په را رسېدو سره خپلې روغتیا ته هم اندېښمن دي.
د هرات اوسېدونکی فیروز احمد وايي: « باید کثافات د ښار له مخې ټول شي، ترڅو دا بدبويي ورکه او خلک ناروغ نه شي.»
د هرات اوسېدونکی عبدالکریم وايي: « لږترلږه پر هر سړک باید څلور پنځه کثافات دانۍ کېښودل شي. که چېرې د زبالې سطلونه موجود وي، هېڅوک کثافات پرځمکه نه غورځوي.»
په همدې حال کې د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، په نږدې راتلونکي کې به د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲۰۰ کثافات دانیو په نصبولو سره دا لړۍ پیل شي او په تدریجي ډول به په ټولو ناحیو کې عملي شي.
ښاروالي د ښار په پاک ساتلو کې له ښاریانو هم غواړي چې ورسره مرسته وکړي.
د هرات ښاروالۍ ویاند خان محمد یوسفزی وايي: « د ښاروالۍ له خوا د تنظیف کارونه هره ورځ ادامه لري او هره ورځ له ۹۰۰ تر ۱۰۰۰ مترمکعبو کثافات د ښار له سطحې راټولېږي او په میرداوود سیمه کې تر خاورو لاندې کېږي. د کثافات دانیو په اړه باید ووایم چې شاوخوا ۲۰۰ کثافات دانیو وړاندیز شوی او د ښار په مختلفو سیمو کې ولګول شي.»
بله خوا، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کثافاتو زیاتوالی او ناسم مدیریت یې د خلکو روغتیا او چاپېریال ته جدي زیانونه رسولی شي.
د دوی په باور، عامه پوهاوی او د خلکو له خوا ښاري فرهنګ ته پاملرنه، د ښاري ککړتیا په کمولو کې مهم رول لري.
د پوهنتون استاد عبدالظاهر آزاد وايي: « د یوه ښار په کچه د کثافاتو مدیریت یو له مهمو مسایلو دی. کله چې هوا ګرمه وي، د کثافاتو تجزیه هم چټکېږي او د ناوړه بوی له امله یې ناروغۍ خپرېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د نفوسو او نقلیه وسایطو زیاتوالي سره سره، ښاري فرهنګ ته د خلکو نه پاملرنه هم په دې ولایت کې د ښاري ککړتیا له اصلي لاملونو څخه یادیږي.