Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له هوايي ډګره د پخواني ولسمشر کرزي راګرځولو خبرونه بې اساسه دي 

admin by admin
2022/05/17

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل،چې د متحده عرب  اماراتو د دولت رئیس د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره اماراتو ته سفر وکړي،خو له تګ پاتې شوی دی.

حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود وايي،پخواني ولسمشر په همدې موخه چې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي،بهرنیو چارو وزارت ته لیک لیږلی و،خو په خبره یې د بهرنیو چارو وزارت ورته دتګ او یا هم نه تګ ځواب ورنه کړ،چې له امله یې کرزی له سفر پاتې شوی دی .

 مسعود هغه اوازې  هم ردوي،چې ګواکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی دې له هوايي ډګره راګرځول شوی وي.

مسعود زیاته کړه:«د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل،چې د اماراتو د رئیس دولت د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړي او دهغه کورنۍ ته تسلیت ووايي. سره له دې چې د هغه د تګ راتګ ټول ترتیبات د اماراتو د سفارت له لوري نیول شوي وو او په عین زمان کې بهرنیو چارو وزارت ته یې یاداشت هم لیږلی و، اما د دغه یاداشت ځواب تر ډېر وخته پورې مالوم نه شو،چې بالاخره دی له سفر پاتې شو،اما دا چې ځینو رسنیو ویلي،دی له هوايي ډګره بیرته راوګرځول شو،دا خبره هیڅ اساس نه لري او هغه له خپل دفتر وتلی هم نه دی.» 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم همدومره وايي،کرزی هوايي ډګر ته نه و تللی اوس په خپل کور کې خپلې چارې سمبالوي. 

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل  وايي:« زما د مالوماتو مطابق کرزی بیخې هوایي ډګر ته نه دی تللی. کرزی په خپل کور کې دی او خپلې چارې مخته وړي.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،دغه ډول چلن د بې باورۍ ښکارندوي کوي او اسلامي امارت ته پکار ده،چې د باور فضاء رامنځ ته کړي او د افغانانو ترمنځ د باور جوړښت له ټولو زیات د اسلامي امارت په ګټه ده. 

دوی وايي،که وضیعت په همدې توګه مخ ته ولاړ شي،نو بهر میشتي افغان سیاسیون هم بېرته هېواد ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کوي. 

سیاسي فعال مختار هاتف وايي:«هر یو افغان د دې حق لري،چې سفر وکړي،د افغانستان اسلامي امارت ته اړینه دا ده،چې تر ټولو دمخه دې د باور او اعتماد فضاء منځ ته راوړي او ټولو هغو موازنیو او مقرراتو ته دې درناوی وکړي،کوم چې د افغانانو په منځ کې د باور فضاء منځ ته راوړي او دا له ټولو زیات به د اسلامي امارت پر ګټه وي.» 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« ښاغلی کرزی،چې د افغانستان ۱۳ کلن زعیم و،نه پریښودل کیږي چې بهر ته ولاړ شي او د خلکو د راټولو لپاره میکانیزم هم نه شته دی،چې په کومه شیوه باندې راټول شي،نو دې به کتو سره بهر میشتي افغانان به څنګه زړه ښه کړي او ډاډه شي.» 

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هغه مشهورې سیاسي څیرې دي،چې د جمهوریت له سقوط وروسته په  کابل کې پاتې شوې  او د تیرو نهو میاشتو په موده کې یوازې حکمتیار دوه ځله بهرنی سفر درلود او عبدالله عبدالله له اختر یوه ورځ وړاندې هند کې خپلې کورنۍ ته ورغی،خو حامد کرزي لاهم کوم سفر نه دی کړی او دوه ځله یې هم بهر ته د تګ هوډ درلود،خو بریالی نه شو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist