Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین او لېنډسي دوحه کې د کابل – اسلام اباد پر اړیکو خبرې کړې

شاهین او لېنډسي دوحه کې د کابل – اسلام اباد پر اړیکو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل لپاره د سیمې د یو شمېر هېوادونو او په ځانګړي ډول د بېجېنګ د هلوځلو سربېره، بریټانیا هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده کړکېچ د حل لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي په دوحه کې د اسلامي امارت له سفیر سره د کابل او اسلام  اباد ترمنځ د موجوده ستونزو پر حل ټینګار کړی.

ریچارډ لېنډسي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د قطر لپاره د اسلامي امارت له سفیر سهیل شاهین سره په خپله لیدنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د جدي اقدماتو پر اړتیا ټینګار کړی.

لېنډسي د کابل او اسلام اباد د اړیکو رغولو ترڅنګ یې په افغان ټولنه کې د ښځو او نجونو د ګډون پر اهمیت هم خبرې کړې او هیله يې څرګنده کړې چې د دې غونډې پرېکړې باید جدي ونیول شي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي زیاته کړې: « په دوحه کې مې له سهیل شاهین سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا په څرنګوالي او په افغان ټولنه کې د ښځو او نجونو د حضور پر اهمیت مهم بحث درلود.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي بیا د سهیل شاهین او ریچارډ لېنډسي لیدنه مهمه بولي او وايي،  سیمه کې د بریټانیا نفوذ ته په کتو د افغانستان او پاکستان اړیکو ښه کېدو کې د بریټانیا رول مهم بولي.

خو دوی اسلام اباد ته هم دا سپارښتنه کوي چې د کابل پر وړاندې د دوښمنۍ له سیاسته لاس واخلي او خپلې ستونزې دې د ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی ډاکټر سمیر انګار وايي: « پاکستان باید له دوه مخې او ضد نقیض سیاست څخه تېر شي او پرځای یې پر تجارتي او سیمه ییزو مسایلو کې ډېر فوکس ولري؛ ترڅو د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد او باور فضا رامنځته شي.»

د سیاسي شنونکي  ورته لیدنې هغه مهال ګټورې بولي چې نړیوال پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه ډېر کړي، ترڅو له افغان حکومت سره ښې اړیکې جوړې او له زور کارولو لاس په سر شي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا ډول کتنې د دې لپاره زمینه برابروي چې په راتلونکي کې د هغو احتمالي بریدونو مخه ونیسي چې پاکستان په دې سیمه کې په پام کې نیولي.

دوحه کې د اسلامي امارت سفیر د دې لیدنې په اړه وايي چې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر تعامل خبرې شوې.

سهیل شاهین په دې اړه وايي: « پرون مې  دلته په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره وکتل. په دې لیدنه کې مو پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر مثبت تعامل، سوداګرۍ،  اوسني سیاسي وضعیت او نورو علاقې وړ موضوعاتو خبرې وکړې.»

افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي په دوحه کې له افغان سفیر سهیل شاهین سره په داسې حال کې کړې چې له دې مخکې نوموړي د تیرې میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره هم د کابل او اسلام اباد په اړیکو خبرې کړې وې.

په ورته مهال، شنونکي په سیمه کې د ثبات ټینګښت لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې مهمې بولي او وايي، شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist