Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی

پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

هرات کې د زرقي محلولونو د تولیدي فابریکو له ډلې، یوې له کلونو راهیسې په هرات صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت فعالیت پیل کړی.

د دې فابریکې مسوولین وایي، هره ورځ ۴۰ بېلابېل ډوله درمل او۶۰ زره سېرومونه تولید او بازار ته وړاندې کوي.

د درملو تولیدي کارخونې رییس محمد رضا عالمي وايي: « له هماغه پیل څخه باید کیفیت لوړ وي، ځکه که چېرې کیفیت ټیټ وي، د ناروغانو د مړینې سبب کېږي. د کمیت په اړه باید ووایم چې موږ په پیل کې له یوه قلم درملو تولید څخه پیل وکړ، خو دا مهال شاوخوا ۴۰ قلمه درمل او سېروم تولیدوو. موږ د خپلو تولیداتو په نوملړ کې د انټي بیوټیکو تولید هم ور زیات کړی.»
د درملو تولید
ي شرکت اجراییوي رییس جعفر سعادت وايي: « موږ په دوو تولیدي کرښو کې هره ورځ شاوخوا ۶۰ زره سېرومونه تولیدوو. موږ د خپلو خامو موادو ډېره برخه له چین څخه واردوو؛ ځکه هم یې کیفیت ښه دی او هم د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه دي. ځینې خام مواد له ترکیې څخه هم واردوو.»

هرات کې د درملو تولیدونکو کارخونو کې ډېری لوستي کسان په کار بوخت دي. یوازي په همدې یوه کارخونه کې تر ۲۵۰ زیاتو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

کارکوونکي یې وایي، خوښ دي چې د هېواد دننه ورته د کار مناسب شرایط برابر شوي او له پانګوالو غواړي چې د دې ډول نورو تولیدي فابریکو پر جوړولو هم پانګونه وکړي.

د درمل تولیدونکې کارخونې کارکوونکی حافظ وايي: « دوه کاله کېږي چې زه دلته د درملو په بسته بندۍ کې کار کوم،  زه له خپل کار راضي او له پانګوالو غواړم چې خپلو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

یو بل کارکوونکی انیس ګل حیدري وايي: « زه د تولید شویو درملو د ټېسټ په برخه کې کار کوم. موږ هر هغه درمل بیا ځل چک کوو چې کله له تولید څخه راووځي.»
له بلې خوا، د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، که څه هم په بازار کې د پاکستاني درملو بندیز د هرات د درملو تولیدوونکو فابریکو پر تولید مثبت اغېز کړی، خو لاهم د کورنیو درملو تولید د بازار اړتیا نه پوره کوي او هڅې روانې دي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه باکیفیته درمل وارد او کورنۍ اړتیا پرې پوره شي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس محمد ناصر امین وايي: « دا مهال هم د پخوانیو فابریکو تولید زیات شوی او هم نوې فابریکې جوړې شوې دي، خو لاهم د ټول هېواد لپاره کفایت نه کوي. موږ اوس د پاکستاني درملو بدیل درمل موندلي او له نورو هېوادونو څخه ښه کیفیت درمل واردوو.»

د هرات صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان په کار بوخت دي خو ډېری هغه یې د ټیټو معاشونو شکایت کوي او وایي، ټیټ معاشونه یې د کورنیو اړتیاوي نه پوره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist