Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

هرات، د علم او پوهې ښار؛ هغه ښار چې د تاریخ په اوږدو کې یې د فرهنګ، ادب او پوهنې ستوري روزلي. د دې ښار په زړه کې داسې کسان هم ژوند کوي چې کلونه کلونه یې د قلم له لارې خلکو ته خدمت کړی.
۵۵ کلن جاوید فقیري یو له همدغو کسانو دی چې د خپل ژوند پوره ۲۸ کاله یې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې دندې ته ځانګړي کړي دي.  د هغه ورځنی کار له قلم او کاغذ سره پیلېږي او د ورځې تر پایه دوام کوي.
فقیري هره ورځ د یوه قلم جوهر ختموي او یوازې په تېرو څلورو کلونو کې یې نږدې  زر قلمونو جوهر یې په معلوماتو، اسنادو او د خلکو د خدمت په لیکنو بدل کړي دي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکی جاوید فقیري وايي: « زما شعبه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې تر ټولو پرکاره او بیروبار څانګه ده. کله چې زه سهار یو بېک خودکار قلم را واخلم، تر ماښامه یې رنګ خلاص شي، په ځینو ورځو کې ان دوه قلمونه خلاصېږي.»

که څه هم اوس یې عمر زیات شوی، خو لا هم د پخوا په څېر د کار او خدمت مینه ورسره ژوندۍ ده. دی هره ورځ له نورو همکارانو مخکې دفتر ته ورځي او د ورځې په پای کې له نورو همکارانو وروسته له دفتره ځي.
فقیري چې د ورځې ۱۲ تر ۱۳ ساعتونو هم کار کوي وایي، یوازې دفتر یې د کار ځای نه دی بلکې ډېری ورځې په خپل کور کې هم د اتفاق اسلام ورځپاڼې اړوند کارونه ترسره کوي.

د هغه په خبره، د قلم او لیکنې نړۍ یوازې د دندې تر چوکاټ محدوده نه ده بلکې د ده د ژوند برخه ګرځېدلې.

جاوید فقیري په دې اړه وايي: « زه له رسمي وخت نیم ساعت وړاندې دفتر ته ځم او د رسمي وخت له پای ته رسېدو دوه درې ساعته وروسته هم دفتر کې پاتې کېږم. په دې حساب، زه هره ورځ تر ۱۳ ساعتونو کار کوم، ان ځینې وختونه د دفتر کار کور ته هم وړم.»

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین جاوید فقیري ژمنتیا، صداقت او دندې ته د وفادارۍ یوه بېلګه ګڼي. هغوی وایي، نوموړي د خپلو اوږدو کلونو خدمت پر مهال خپلې دندې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د نورو کارکوونکو لپاره د یوې نمونې په توګه پېژندل کېږي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر عبدالمتین عادل وايي: « د جاوېد فقیري په نوم په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې زموږ یو همکار د کار، فعالیت او خدمت رسولو یوه غوره بېلګه ده. نوموړی داسې یو شخصیت دی چې د خپل عمر درې لسیزې یې په دې ریاست کې د خلکو خدمت ته وقف کړې دي.»  

دا په داسي حال کې ده چې د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ په دې دوره کې هم لا داسې کسان شته چې د نه ستړې کېدونکو هڅو او ژمنتیا له لارې خپل رسالت ترسره کوي.

جاوید فقیري هم یو له هغو کسانو دی چې د عمر له زیاتوالي سره سره یې د خدمت او کار لېوالتیا لا کمه شوې نه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist