Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/14

د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) د پاکستان پوځ هغه اوازې او ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې دوی د نجونو او عصري زده‌کړو خلاف دي او ښوونځي نه‌ غواړي.


ټي‌ټي‌پي وایي، هېڅکله د عصري زده‌کړو خلاف نه ‌‌دي، بلکې د وخت یوه مهمه اړتیا یې هم بولي.

پاکستاني طالبانو تحریک په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنيو کې د پوځ اړوند یو شمېر حسابونه داسې منفي تبلیغات کوي چې ګواکې ټي‌ټي‌پي د نجونو، عصري زده‌کړو او حتی په ټوله مانا د زده‌کړو خلاف دي.


د خبرپاڼې یوه برخه:« د پاکستاني طالبانو تحریک په هېڅ صورت د تعلیم خلاف نه ‌دي، بلکې موږ تعلیم د وخت یوه مهمه اړتیا هم ګڼو. موږ دا سپیناوی هم اړین بولو چې د پاکستاني طالبانو تحریک د مشرتابه په ګډون د تحریک اکثریت غړي پر دیني علومو سربېره په عصري علومو هم سمبال دي؛ ځکه خو د زده‌کړو پر اړتیا او ارزښت ښه پوهېږي.»


ټي‌ټي‌پي د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کړی چې د دوی پر ضد داسې تبلیغات مخته وړي چې ګنې دوی د ښوونځیو خلاف دي.


د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان استخباراتي ادارې هڅه کوي چې له دې لارې ټي‌ټي‌پي بدنام او ورسره د جګړې لپاره له نړيوالو بسپنه راټوله کړي.


د خبرپاڼې یوه برخه:« د دوی یوازینی هدف دا دی چې طالبان بدنام کړي او پر نړیواله کچه د دې جګړې په پلمه ډالر ترلاسه کړي. دا هم باید ووایو  چې د پاکستاني طالبانو تحریک له لوري د ایجوکېشن ډیپارټمنټ یا ریاست معارف په نوم یوه اداره هم شتون لري چې د سلګونو مسوولینو تر څار لاندې يې ګڼې تعلیمي ادارې فعالې دي او زرګونه هلکان او نجونې په کې د دیني او عصري علومو زده‌کړې کوي.»


په ټولنیزو رسنیو کې د ټي‌ټي‌پي پر ضد داسې تبلیغات کېږي  چې ګواکي دوی په خیبرپښتونخوا یا په هغو سیمو کې چې واک لري؛ خلکو ته اجازه نه‌ ورکوي چې نجونې او هلکان زده‌کړو ته ولېږي.


د سیاسي چارو څارونکي هم مني چې د پاکستان حکومت او پوځ هڅه کوي څو ټي‌ټي‌پي بدنام او محبوبیت يې ختم کړي.


د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:«  په وروستیو کې د پاکستان پوځ چې کومه ادعا کوي، زه فکر دا د هغوی د بدنامه کولو لپاره یوازې یو اقدام دی، که نه موږ ته معلومه ده چې ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا ډېری سیمې په خپل واک کې لري، خو تر اوسه پورې یې دغه شان ګام نه دی پورته کړی چې کوم ښوونځي ته ورغلي وي.»


د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر بیا ویلي وو، چې په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت نه‌شته او که وي هم، خو حاکميت يې محدود شوی.


مولانا فضل الرحمن ادعا کړې وه چې د خیبرپښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ټول واک د پاکستان پر ځای له وسله‌والو ډلو سره دی او ولسي خلک د دوی له ډاره ماشومان ښوونځیو ته نه‌ شي لېږلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist